کور / طنز / منیستان

منیستان


د دوبي د رخصتي  ورځي وي نو دا وار   یو نوی   هیواد ته چې منیستان  نومید ولاړم رښتیا هم لکه څرنګه چې مې تعریف اوریدلۍ وو هوا يې خړه پړه  او خوپه وه له  ډیرو دوړو څخه د نرو او ښځو توپیر نه کېده چې سترګې به مې  خلاصی کړی د خاورو به ډکي شوی تا به ویل یو ولاړ دی اود خلکو په سترګو کې خاورې شیندي خو خلکو عادت کړی وو په پټو سترګو يې ژوند کوی خو په روژه کې يې خولې هم پټې کړي وي چې روژه يې ماته نشي.
 زه چې جهان دیده وم  نوخپل د جاسوسی توري عینکې  مې په سترګو کړې او ماسک مې پر خوله وتړۍ  بیا په ډاډه زړه چکر ته ووتم
نو په ډاډه زړه  یو دوکان ته دریدم او د هغه څخه مې نخود وغوښتل .
هغه یو من راټول کړه،
 ما ورته وویل: زه یو خورد غواړم !
هغه پوه نه شو که يې ځان نه پوهاوه  هغه يې په يوه کڅوڼه کې واچوله
ما ورته وویل:
 -سل ګرامه یو خورد
هغه په هېښتیا راته وکتل
د خولې  نه مې ماسک لیری کړ او هغه ته مې واضح واضح وویل  :یو- خورد – وروره!
هغه راته په غوسه  وویل: ځه ورک شه! دلته هر شی منکي پلورل کیږی
-څه، هر شی منکي!
-هو
-خلک دا وس لري چی هر شی من من واخلي ؟
هغه شونډان راته بوڅ کړل چې مانا یې وه به ما یې څه
حیران شوم چې دلته  رښتیا  هر شی په من دي.
 نو یو بل دوکاندا ر ته ورغلم او ورته مې وویل:
 -یو قطی سګریټ راکه .
هغه مسکۍ شو  او ویې ویل:  ستا لکه چې کوم ځای کا کوي؟!
 که نور درباندې خبر شول د وهلو به دي په ځغلولو ستړی کړي ځه ورکیږه!
 نو زړه نا زړه مې  د یو بل څخه وپوښتل :دلته رښتیا  هرشی په من خرڅیږی؟
 هغه راته وویل: هو، زموږ غیرت دا اجازه نه راکوي چې د من کم شی خرڅ کړو او د هر دوکاندار  په دوکان کې که بله ډبره ولیدله شوه  هغه وطنفروش دی
ما په اریانی ترې وپوښتل:
-دلته دولت مولت نشته؟
هغه وویل: موږ خپله دولت یو
یو دوکاندار یو پاو ي ډبره راوړې وه  نورودوکاندارانو يې په لومړی ورځ  دوکان  ورچور کړ
ما په اریانی  بیا ترې وپوښتل:
 ولې دلته پولیس- مولیس نشته؟
هغه راته وویل :موږ خپله پولیس یو
 دا راته عجیبه  ویسیدل نو   ښاروالی ته ورغلم یو دوتر ته مې سر ورښکاره کړ  هلته  په دوتر کې رنګارنک  عکسو نه ځوړند وه تا چې ویل دهغه شخصی کوټه ده ترې بیرته راووتم خو هغه رانارې کړل: راځه څه کار دي وو؟
– دا ستا دوتر دی که ستا شخصی کوټه؟
هغه وویل: همدا دوتر  زما میراثی دوتر دی زړه مې باسیکل مې هر څه چې پرې کوم
 هغه ته مې وویل: ولي دلته هرشی په من خرڅیری ؟
هغه راته وویل :لومړی دا ووایه ته  سر پيار که بیخ پياز …
 – زه حیران پاته شوم چې څه ورته ووایم بیا مې هم په خپل امریکايي پاسپورت لاس ونیوی او په جرت مې  ورته وویل:
-دلته قانون – مانون نشته
هغه راته ویل زه خپله قانون یم
له هغه ځایه راووتم
دیخوا هاخووګرځیدم او چې تیاره شوه خپلی کوټي ته راغلم
او تلویزیون مې چالان کړ
خبرونه وه  یوه غونډه وه چې ټول دولتی واکمن راغونډ شوی وه  لومړی  دهغو لومړی وزیر  راغی د میکروفون ته ودرید  اوپه ولولو یې وویل :
دا هیواد ما غواړی ، لاس  یې پورته کړ مخ ته پروت میز  يې په سوک وواهه  هغه يې دړی وړی کړ
ټولو پر هغه  چکچکې وکړې
 بیا يې لومړی مرستیال راغی هغه ته بل میز راوړل شو او درې دانی سمنتی  خښتې يې هم د هغه  مخي ته کېښولې
هغه ناره کړه دا هیواد ما غواړی لاس پورته او خښتې يې  ټوټه ټوټه کړې
ټولو چکچکې وکړې
بیا دویم مرستیال راغی هغه ته يې څلور سمنتی خښتې  مخي ته کیښوولې
هغه هم راغی  اوناری يې کړه: دا هیواد ما غواړ ې او په  لاس  یې  خښتې   ووهلی او ماتې کړې. بیا چکچکی شوې.
بیا  يې د شورا ریس راغی هغه ته یې پېنځه خښتې راوړې هغه لکه پهلوانانو ځان وپړساوه او ويي وویل: دوې نوری هم راوړئ
بیا یې ناری کړل دا هیواد ما غواړی  لاس پورته کړ اوټولي خښتې يې ماتې کړې
ټولو چکچکي پر وکړی
بیاددفاع وزیر راغلی هغه ته يې اوه خښتی کیښوولو هغه هم هغه به ملی ولولو ماتی کړی
په دې وخت کې برښنا ولاړه
نو کړکۍ مې پرانیستل  ښار ته می وکتل ښار لکه   تک تور ښامار پروت وو یو ګړی ښه ورته ځیر شوم په لږو ځایو کې روښنايي ښکارېده
په دې وخت کې د هوټل جنراتور چالان شو بریښنا راغله او تلویزویون چالان شو
د خښتو شا ته یو چې نه مالومیده  څوک دی ویل: دا هیواد ما غواړې
تلویزون مې مړ کړ
رښتیا چې دلته هر واکمن من دی