کور / تازه خبرونه / اسفنديار ولي خان: بم چاودني به مو هوډ بدل نكړي

اسفنديار ولي خان: بم چاودني به مو هوډ بدل نكړي


د پښتونخوا د نيشنل عوامي ګوند مشر اسفنديار ولي خان وايي: ((د ترهګرۍ ضد جنګ زموږ خپل جنګ دئ، په ځانمرګو بريدونو به له دې جګړې څخه پر شا نه سو او د نيشنل عوامي ګوند وروستى غړى به هم د ترهګرۍ ضد جګړه كي تر وروستۍ سلګۍ جنګېږي)).
اسفنديار ولي خان په داسي حال كي دغه څرګندوني كولې چي نن په چارسده كي د نوموړي په خپل كور (ولي باغ) كي يوه ځانمرګي بريد كوونكي ورباندي حمله وكړه.
دغه بريد چي تر اوسه يې چا مسئوليت پر غاړه نه دئ اخيستى، د دوو پوليسو په ګډون پنځه تنه پكښي مړه او ۱۶ نور زخميان سول.
د پاكستان جمهور رئيس آصف علي زرداري، صدراعظم يوسف رضا ګيلاني او د كورنيو چارو سلاكار وزير رحمان ملك بريد غندلى او صدراعظم له هر مړي سره د درې سوه زره كلدارو او ټپيانو سره د سلو- سلو زرو كلدارو مرسته اعلان كړې ده.
عيني شاهدان وايي بريد كوونكي هغي خوني ته د ننوتلو هڅه كوله چي اسفنديار ولي خان له مېلمنو سره پكښي ناست و، چي د پوليسو له خوا ودرول سو او وروسته يې ځان والوزاوه.
په پورتنۍ پېښه كي اسفنديار خان ته كوم زيان نه دئ اوښتى، خو د دوو پوليسو په ګډون د پنځو كسو د مړيني او ۱۶ تنو د ټپي كېدو خبر وركول كېږي.
د پاكستان جمهور رئيس زرداري تر بريد څو دقيقې وروسته اسفنديار ولي خان ته ټلېفون وكړ، او تر جوړ په خير وروسته يې په كلكو الفاظو د بريد غندنه كړې ده.
صدراعظم يوسف رضا ګيلاني وايي بريدكوونكو ته به د هغوى د دې ناځوانمردانه حملې په مقابل كي منطقي جواب وركړي.
خبرونه وايي چي تر پېښي څو ساعته وروسته د نيشنل عوامي ګوند مشر اسفنديار ولي خان په يوه څرخكه الوتكه كي له خپلي كورنۍ سره يو ځاى اسلام آباد ته وخوځېدئ.