کور / تازه خبرونه / هنديان د امريكا خلاف توره ورځ لمانځي

هنديان د امريكا خلاف توره ورځ لمانځي


په داسي حال كي چي د امريكا د بهرنيو چارو وزيره كاندوليزا رايس د هند سره د اټومي پروګرام د كنټرول په بهانه هندوستان ته رسېږي، د دغه هيواد پخواني واكمن ګوند بهارتي جنتا او د اپوزېشن ګوندونو كمېسون پر اوسني حكومت د نيوكو لړۍ پيل كړه.
د بهارتي جنتا پارټۍ مشران وايي صدراعظم من موهن سنګ په لوى لاس ځان د امريكا غېږي ته غورځوي.
هندي مطبوعات خبر وركوي چي د حكومت اپوزېشن ګوندونو له امريكا سره د هند له خوا لاسليك سوى اټومي تړون سخت غندلى او وايي من موهن سنګ د هنديانو په ارمانونو لوبي پيل كړي او د هيواد ملي منافع يې په خطر كي اچولي دي.
د كمونسيت ګوند مشر پركاش كارت وايي د هند حكومت خپله لاس تړلى ځان امريكا ته سپاري او ملي ګټو ته شا ګرځوي. دوى وايي دغه احتجاجونه به روان وي او د كمونست ګوند مشرانو د اكتوبر څلورمه توره ورځ نومولې او په ټول هيواد كي يې د ماتم اعلان كړى دئ.