کور / تازه خبرونه / بلجيم: د مهاجرينو نوى قانون پاسوي

بلجيم: د مهاجرينو نوى قانون پاسوي


د بلجيم حكومت اعلان كړى چي د اكتوبر په مياشت كي به د مهاجرينو نوى قانون پاس كړي، چي له مخي به يې پر نوو ورغلو مهاجرينو باندي په دغه هيواد كي د پناه اخيستلو قوانين سخت سي.
تمه كېږي چي په نوي قانون كي به په دغه هيواد كي د مېشتو غير قانوني مهاجرو خپلو هيوادونو ته د بيرته ستنېدو ماده هم شامله وي، چي په را روانو څو ورځو كي به د بلجيم پارلمان په دې اړه پرېكړه وكړي.
بلجيم، ډنمارك، سويډن او ناروې د اروپا له هغو هيوادونو څخه دي چي په دې وروستيو كي د نړۍ له بېلابېلو ملكونو څخه د مهاجرينو لړۍ ورته پيل سوې ده، چي ګڼ شمېر يې هنديان، پاكستانيان، اېرانيان او افغانان دي.