نظم

د لراوبر اداره | اکتوبر 3rd, 2008


صباءاختردى خوشحالي ده خلكو
پېغلوبه رنګارنګ خالونه جوړوي
بوى به دعــطرواونكــريزوراځــي
بيابه همځولومحفلونه جوړوي
صباءاختردى صباءزړونه يوشي
كركه، كيناله كلي كډه وكړي
غاړه غاړۍ به شي ياران يوبل ته
كړي به ښكاره دزړوآرمان يوبل ته
صباءاختردى خلك مينه پالي
خوزمونږدهسكې مينې  ټال شليدلى
زوى مړي موربه دزوى قبرته ځي
آه- كوم ظالم ترې داګلاب وژلى
په دې اختركې څوهمځولي نشته
خال ترې شغادسرومرمۍ ورانكړى
ګودر يې وران منګي يې دړې وړې
پېزوان  يې تورې بلاګۍ وړى دى
زلفې يې ډكې له ګردونوښكاري
شال يې داوسپنې سېلۍ وړى دى
صباءاختردى خوشحالي ده خلكو
خودهلمندله زړګي زورالوتى
اوس يې په تلوكې هغه شورنشته
اوس يې په غېږه كې ټكورنشته
په څادرناست په مازيګركې درى څلورملګري
تېراخترؤخوسږ په كورنشته
هلته شينډڼډهم خپل ملګري ژاړي
له هرې لوېشتې دسرخولي ماشوم آهونه راځي
لكه ګلان مړاوي پراته دي پرې خزان ګډشوى
له ټپ اوټپه يې څه سوي اوازونه راځي
صباءاختردى خوشحالي ده خلكو
خودغه كلى څه عجب كلى دى
دا انسانان څه بې پرواانسانان
دكلي هغه خواسازونه دي مېلې جوړوي
خودغه نورخلك دغم په ټغرونوناست دي
دوى لا په ويركې راته نورې سختې شپې لټوي
هلته په كوركې كوربانه كلابند
له چادحق غوښتنه هم نشي كړاى
په خپل وطن كې پښتانه كلابند


صباءاختردى خوشحالي ده خلكو
خودوه همځولي په خپل كورنشته
اختره مونږستادپاللونه يو
په ژوبلوزړوزنوكې موزور نشته


اوكرائين ادېسه


Copyright Larawbar 2007-2024