کور / تازه خبرونه / طالبانو د حامد کرزي غوښتنه رد کړه

طالبانو د حامد کرزي غوښتنه رد کړه

رویټر د سپین بولدک څخه خبر ورکوي چی د طالبانو مشهور قوماندان ملا برادر اخوند نن (جمعه) د حامد کرزي هغه غوښتنه په کلکه رد کړه چی د پخلایني د پاره یې کړې وه . ده د یو نامعلوم ځای څخه په تلیفون کی رویټر ته وویل چی « موږ د افغان ګوډاګي او غلام ریس جمهور حامد کرزي له خوا د خبرو اترو پیشنهاد ردوو .» ده وویل چی کرزی د مذاکرو حق نه لری او « دﺉ صرف ویل کوی او هغه څه عملی کوی چی امریکا ورته وایی . » حامد کرزي ویلی وو چی سعودي پاچا دې د طالبانو سره د خبرو اترو سرښته ونیسی او هم یې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر څخه د سولی په خاطر خپل هېواد ته د راستنېدو غوښتنه کړې وه ، خو خبره یې دواړو خواوو په باک نه وه راوړې . ملا برادر خپل ثابت دریځ یو وار بیا تکرار کړ چی طالبان به تر هغو جنګیږی څو چی د امریکا او ناټو څه باندی ۷۰۰۰۰ پوځیان یې د افغانستان څخه نه وی شړلي او زیاته یې کړه چی طالبان به تر څو چی په افغانستان کی بهرني پوځونه موجود وی ، خبری اتری و نه کړي .