کور / تازه خبرونه / امریکا د خپلو پوځیانو امتیازات ۲۵٪ جګ کړل

امریکا د خپلو پوځیانو امتیازات ۲۵٪ جګ کړل

اسوشیټیډ پریس خبر ورکوی چی د امریکا د پوځ له پاره نوو جلبیانو ۶۴۰ ملیونه ډالره جېب ته کړل تر ځو په عراق او افغانستان کی جنګ ته دوام ورکړی . اوس هر پوځي ته نور څلوېښت زره ډالره هم پسی ورکول کیږی . تېر کال دغو پوځیانو ته جمعأ ۵۰۰ ملیونه ډالره اضافی امتیازات ورکول سوی وو ، حال دا چی سږ کال ۶۴۰ ملیونه ډالره ورکول سول . منبع زیاتوی چی پنتاګون غوښته چی اتیا زره نوي جلبیان ور جذب کړی خو د دې امتیازاتو له برکته ۸۰۵۰۰ کسانو ځانونه ثبت کړل . پنتاګون پلان لری چی تر ۲۰۱۰ پوری د ټولو پوځیانو تعداد ۵۴۷۰۰۰ ته ورسوی . منبع زیاته کړه چی پنتاګون غواړی چی د جلبیانو د کورنیو سره هم مالی ، مسکونی او نور کومکونه وکړی . خو څېړونکي عقیده لری چی د امریکا فعلی مالی بحران به د دې غټو مصارفو تر عهدې و نه وتلای سی .