کور / شعر / په طمه

په طمه

ما ېۍ په طمعه ژمی تېر کړو خو بهار رانغئ
تور شپه هغسی تورتم ده روڼ سهار رانغئ


ساړه بادونه دخزان لګی سرو ګلو باندی
په شنو باغو کښی دبلبلو بيا چغار رانغئ


مرغان خفه دی سرګردانه په دشتو کښی ګرځی
د لوړو غرو په سر دذاڼو ېو قطار رانغئ


په انتظار ېی سترګی مړی شوی دجانانه پسی
دیار د لوری خالی لاس خواته ریبار رانغئ


دسیند په غاړه چنارونه لوڅ لغړ ښکاريږي
بیا په ګودر کښی دبنګړیو شرنګهار رانغئ


زړۍ نغمۍ زاړه سازونه می غوږو ته راځي
دنوی ژوند د رباب ټنګ او ترنګهار رانغئ


قاضۍ زاده پروت دی په غم اواندایښنوکښۍ دیار
په طمه طمه یۍ ژوند تیر شو خو دلدار رانغئ






ورانیږي


وطن مو ورځ په ورځ ورانیږی پدی نپوهیږم
 ټول بی ګناه خلک قتلیږی پدی نپوهیږم


ځانونه وژنی څوک لګیادی دجنت په ارمان
بی ځایه سری وینی توهیږی پدی نپوهیږم


څوک دهوانه بمباری کوی په ځمکه باندی
 لوی او واړه یوشان مړه کیږی پدی نپوهیږم


دهری خوانه دراکټوبرانونه اوری
 ځمااوستاپه کور رالویږی پدی نپوهیږم


څوک ښخوی غټ غټ بمونه سړکوباندی
ریموټ کنټرول باندی خلاصیږی پدی نپو هیږم


څوک ښه ماړه پوره مالداره شو ړالروباندی
چاته کفن نه پیداکیږی  پدی نه پوهیږم


دچا ازاردی لګیدلی افغانانو پسی
قاضی زاده هسی زوریږی پدی نپوهیږم