کور / تازه خبرونه / امريكا: د القاعدې لوړ پوړى قومندان ووژل سو

امريكا: د القاعدې لوړ پوړى قومندان ووژل سو


په عراق كي مېشت امريكايي پوځيان په دغه هيواد كي د القاعده شبكې د يوه لوړ پوړي قومندان د وژني ادعا كوي.
په عراق كي د ايتلافي ځواكونو وياند پيټر ډريسكول وايي د ماهراحمد محمود په نامه دغه قومندان يې د بغداد په احمديه سيمه كي وژلى چي د عملياتو په ترڅ كي ورسره يوې ښځي هم ژوند له لاسه وركړى دئ.
د نوموړي په وينا ماهراحمد محمود د بغداد په روسافا سيمه كي د القاعدې قومندان و، چي په عراق كي د څو ورځو دمخه ځانمرګو بريدونو مسئوليت يې پر غاړه اخيستئ و.