کور / تازه خبرونه / د پاكستان او اېران اټوم نړۍ ته خطر دئ

د پاكستان او اېران اټوم نړۍ ته خطر دئ

 




د امريكا جمهوري رياست انتخاباتو ته مرستيالو كانديدانو ساره پالن او جوبايډن په يوه خوله د اېران او پاكستان اټومي وسلې نړۍ ته خطرناكي وبللې.
د جمهوري غوښتونكي ګوند مرستياله كانديده ساره پالن وايي د اېران او پاكستان اټومي وسلې ټولي نړۍ ته ګواښ دئ، چي اېران به اسرائيل په نښه كړي او پاكستان يې ښايي د اړتيا پر وخت د خپل سيال هيواد هند په مقابل كي وكاروي.
د آغلي ساره پالن سره د ديموكراتانو د ګوند مرستيال كانديد جوبايډن هم ورته نظر ښكاره كړ او ويې ويل چي د پاكستان اټومي وسلې بايد خوندي او اېران دي د اټومي وسلو له پياوړتيا څخه راوګرځول سي.
 د امريكا د سينټ لوئيس په ايالت كي چي دواړو كانديدانو په يوه مباحثه كي برخه اخيستې وه، ساره پالن وويل په پاكستان كي د اسامه بن لادن پر مركزونو به امريكا حتماً يرغل كوي، او افغانستان ته د ډېرو امريكايي پوځيانو د لېږلو اړتيا ده، او په افغانستان كي به القاعده برياليتوب ته پرېنږدو.
جوبايډن وويل د دوى هدف د ترهګرۍ له منځه وړل دي او دا كار د استخباراتي شبكو په ذريعه ښه ترسره كېداى سي، د اسرائيلو او فلسطينيانو ترمنځ مذاكراتو ته ضرورت دئ او په پاكستان كي د يوه پياوړي جمهوري حكومت د مضبوطېدو اړتيا ليدل كېږي، ځكه چي القاعده د پاكستان او افغانستان د عوامو دپاره يو ستر خطر دئ.