کور / تازه خبرونه / آيت الله خامنه اي: امريكا په پاكستان كي هم ناكامېږي

آيت الله خامنه اي: امريكا په پاكستان كي هم ناكامېږي


د اېران روحاني مشر آيت الله خامنه اي وايي امريكا به ډېر ژر په پاكستان كي هم د عراق له برخليك سره مخ سي.
ښاغلي خامنه اي د اېران د حكومتي مشرانو سره په بېلابېلو ليدنو كي د امريكا او پاكستان ترمنځ پر رواني لانجې خبري وكړې او په دې اړه يې وړاندوينه وكړه چي امريكا به په پاكستان كي ناكامېږي.
نوموړي وويل د پاكستان ولس په اسلامي زدكړو او اسلامي جذبه سمبال دئ او امريكا به پرېنږدي چي پر هيواد يې تېرى وكړي او يو لاسپوڅى حكومت پكښي جوړ كړي.
آيت الله خامنه اي زياته كړه په نړۍ كي د مسلمانانو د بخت ستورى پر ځلېدو دئ او ډېر ژر به د نړۍ مسلمانان سره يو موټى او د اسلام په دفاع كي به ودرېږي.
هغه وويل امريكا، په عراق، فلسطين، لبنان او افغانستان كي پر خپلو پوځي او سياسي ماتو په واز كومي اعتراف كوي او انشاءالله په پاكستان كي به هم د عراق غوندي ماته وخوري.