کور / تازه خبرونه / امريكايي جنرال: قبايلي مشران دي په سياست راګډ كړل سي

امريكايي جنرال: قبايلي مشران دي په سياست راګډ كړل سي


په عراق كي د امريكايي پوځ قومندان جنرال پيټريوس وايي په پاكستان او افغانستان كي د ترهګرۍ د له منځه وړلو دپاره ټينګو كوښښونو ته اړتيا ده.
له يوې امريكايي ورځپاڼي سره په مركه كي نوموړي د افغانستان پر روانه وضعه اندېښنه ښودلې او وايي په افغانستان او پاكستان كي پر ځينو سيمو د طالبانو د كنټرول له منځه وړل خورا سخت كار دئ.
د يوې پوښتني په جواب كي چي امريكا دي په افغانستان كي هم د عراق له تجربو څخه كار واخلي وويل، په هر ملك كي شرايط بېلابېل وي، په افغانستان كي د برياليتوب دپاره اړينه ده چي قبايلي مشران په سياست راګډ كړل سي، چي په دې برخه كي د سعودي عربستان او ځينو نورو اسلامي هيوادونو مرسته مهمه ده.
نوموړي د پاكستاني حكومت له خوا پر قبايلي طالبانو باندي روان عمليات هم وستايل.