کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تښتول سوﺉ سناتور : افغانان د طالبانو ملاتړ کوي

تښتول سوﺉ سناتور : افغانان د طالبانو ملاتړ کوي

منبع : « دِ نیشنل » ورځپاڼه ( متحد عربی امارات )
راپورتر : کریس سنډ ز
نېټه : د اکتوبر دوهمه ، ۲۰۰۸


کابل – دا څه مخکی همدا اوړیً و چی عبدالولی احمد زی په خپل ولایت کی د طالبانو طاقت درک کړ . څنګه چی د لوګر دغه سناتور هلته یوې غونډي ته ورتلی ، نو پر یو خامه سړک باندی اتو کسانو چی په کلاشنیکوفونواو راکټونو مجهز وو ، د ده کاروان ودراوه . دﺉ د څه باندی دوو میاشتو لپاره یرغمل سو او وروسته یې په سترګو داسی څه لیدل چی د منلو وړ نه وو .

ده په یوه مرکه کی وویل : « مهم ټکی دا دﺉ چی خلکو د طالبانو ملاتړ کاوه . دا لویه ستونزه ده : اوس خلک نور نو حکومت نه خوښوی بلکی د طالبانو ملاتړ کوی . »


لوګر ولایت چی د کابل پر جنوبی پوله واقع دی او د کلونو را په دې خوا آرام معرفی کېدی ، اوس د طالبانو د بې باکانه حملو په دایره کی داخل سوی دﺉ .

د ښاغلي احمد زي تښتونه په جولای کی پېښه سوې وه ، خو د تهدیدونو نښی هلته د څه مودې راهیسی ښکاره وې . ده حتی مخکی له هغه چی په ۲۰۰۵ کی د افغانستان په پارلمانی انتخاباتو کی مشرانو جرګې ته انتخاب سوی و ، یو اخطاریزه لورﺉ مشاهده کاوه .

ده وویل : « کله چی حامد کرزﺉ جمهور ریس شو ، نو د شمال د قوماندانانو سره یې ښه اړیکی ټینګی کړې او هغوی ته یې زیاتی روپۍ او څوکۍ ور عطا کړې . خو د جنوب او ختیځ لپاره یې هیڅ هم و نه کړه . ما حکومت ته وویل چی لطفأ محتاط اوسی ، ځکه که طالبان صرف یو ځل بیا لوګر ته را ستانه شی ، نو بیا به ډېر مشکل وی چی هغوی تم کړای سو . خو دوی هیڅ توجه ونه کړه ، او نه یې هم خبره اورېده . نو دا دﺉ اوس یې وینو چی هر څوک د حکومت څخه خپه دی او خبري یې نور نو تم کړي او جنګ یې راپیل کړی دﺉ . »

ښاغلی احمد زی چی څلوېښت کلن دﺉ ، د مسلک له مخی دواساز ( فارمسیسټ ) دﺉ خو وروسته یې سیاست ته مخه کړه . دﺉ سره لدې چی په خپله نوې وظیفه کی د خطر سره مخامخ و ، هر کله د کابل څخه خپل پلرني ولایت ته په اوونۍ کی دوه ځله ورتلی څو چی باالاخره په جولای کی د همدې پیښی سره مخامخ سو .

دﺉ د خپل یرغمل کېدو په شپه همالته په لوګر کی پاته سو . وروسته د درو باډی ګارډانو او د مشرانو څخه د دوو ډکو موټرو په ملګرتیا سهار د ځایی چارواکو سره یوې غوندي ته روان سو . خو پر ۸ بجو څو وسلوالو کسانو د ده انتظار کاوه . د هغوی څېرې په شملو پټي وې . ده و نه غوښته چی جنګ ونښلی .

ده وویل چی « طالبان ښه استخبارات لری . هغوی خبریږی چی د ولسی جرګې او مشرانو جرګې څخه څوک کومی خواته حرکت کوی ، چیری ځی او کله روانیږی . »

دﺉ وروسته د طالبانو یوې بلی ډلی ته وسپارل سو . نوموړﺉ په دې دوو میاشتو کی پنځو یا شپږو ځایونو ته بوتلل سو او تل به د شپې په تیاره کی لېږدول کېدی . دﺉ به په خالی کورونو کی ساتل کېدی او یو ځل خو د یو ولسوال دفتر ته نژدې پنځلس ورځی په یو کور کی اچول سوی و .

ده وویل چی « د حکومت کنټرول صرف پر لویو لارو او هغو ځایونو و چی د دیوالونو او سیمونو پواسطه به احاطه سوي وو . »

د ده سره په دې ټوله موده کی د ده ډرایور چی هغه هم ورسره تښتول سوی و ، ملګری و . دوی د ځانو د بې ګناهۍ ثابتولو په دوهمه نیمایی کی یوې داسی سیمی ته ولېږل سول چی هغه د غزنی ، پکتیا او لوګر د ولایتونو ګډه پوله وه . ښاغلي احمدزي ادعا وکړه چی هلته په سلګونو طالبان آزادانه ګرځېدل ، په عامه یې غونډی جوړولې ، د عوامو سره ګډ او یوځای ول او د پولیسو موټرونه یې استعمالول .

کله چی دا دواړه کسان باالاخره را خوشی سول ، نو طالبانو وویل چی هغوی د درو هغو جنګیالیو په تبادله کی ایله سول چی په جېل کی بندیان وو . خو سناتور دا ادعا نه منی او وایی چی د خپلو تښتونکو سره کومه دښمنی نه لری . د ښاغلي احمد زي لپاره دغی تجربې د ده دوه کاله مخکنی شک ثابت کړ چی د لومړي ځل لپاره یې د طالبانو بیا را پاڅېدنه مشاهده کوله .

اوس چی دﺉ نور نو د خپلو اوو اولادونو سره په کابل کی دﺉ ، لوګر ته د بیرته ستنېدو څخه ډاریږی او په دې شکمن دی چی په ۲۰۱۰ کی د نورو پارلمانی انتخاباتو لپاره ځان کاندید کړی که څنګه .

ده وویل چی : « موږ د خلکو استازیتوب کوو ، هغوی موږ وټاکلو ، او موږ کولای سو د هغوی ستونزي حل کړو . خو کله چی د ولسمشر سره خبری کوو ، هغه یې نه اوري . یو طالب ماته راغی او راته ویې ویل چی ما تاته رایه درکړې وه . نو ځکه زه د هغوی استاځیتوب هم کوم . که شرایط همداسی روان وی ، نو نه غواړم چی بیا ځان کاندید کړم او پدې اړه دوه دلیلونه سته : لومړی امنیت دﺉ او بل هم دا چی خپلو خلکو ته کار نه سم کولای . او انتخابات به منصفانه هم نه وی دا ځکه چی په جنوب او ختیځ دواړو کی داسی څوک نسته چی په ژغورلی ډول دې رایه ورکړی . »


ښاغلي احمد زي وویل چی زه د حکومت څخه خپه یم ، نه د طالبانو څخه . ده زیاته کړه چی « زه د نوموړو طالبانو څخه ښه خاطرې لرم دا ځکه چی هغوی له پیله تر پایه زما سره د یو مېلمه په شان رویه کوله . » پای