کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپاڼو ته کتنه

د ویسا خپلواکې ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یو غټ سرلیک کې د منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د نوي قومندان په حواله  لیکلي دي چې پاکستان باید د ترورزم په وړاندې په روانه مبارزه کې جدي همکاري وکړي.


ورځپاڼې په عینې حال کې د هسپانیې ددفاع د وزارت د یو پټ رپورټ په نقل لیکلي دي چې د پاکستان د استخباراتو اداره د وسلوالو طالبانو ملاتړ کوي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د دولت او طالبانو ترمنځ د جوړ جاړي لپاره روانو هڅو ته هم کتنه کړې او د هغې امکانات يې څیړلي دي.



د هیواد دولتي ورځپاڼې هم پخپله سرمقاله کې له طالبانو سره د پاکستان د استخباراتو د ادارې د همکارۍ په اړه  د هسپانیې ددفاع د وزارت په پټ رپورټ تبصره کړې او لیکلي دي چې اوس نړیوال پوه شول چې اوبه چا خړې کړیدي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان روانو حالاتو او پیښو ته په اشارې لیکلي دي چې برطانیه او ملګري ملتونه له اسلام اباد نه د خپلو ډیپلوماټانو کورنۍ وباسي.


ورځپاڼې په یو بل ځاې کې دا خبر ورکړې چې د هرات د تاریخي ارګ د اثارو د غلا په تور نیول شوې یو کس مړ شوې دې.



د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې بیا د پاکستان روانې پیښې څیړلي او لیکلي دي چې دغو پیښو په افغانستان کې ځینې خوشبینۍ ځیږولي دي.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې په ماشومانو د جنسي تیریو مسله راغستې او د هغې د ناسمو پایلو د څیړلو ترڅنګ هغو اندیښنو ته هم کتنه کړې چې له دې بابته په هیواد کې موجودې دي.


ورځپاڼې د روانو نا امنیو په اړه د کابل ښاریانو نظرونه هم خپاره کړي او لیکلي دي چې د طالبانو په واکمنۍ کې امن ټینګ وو.



د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د پوهنې په وړاندې د طالبانو کړنې څیړلي او لیکلي دي چې ددې ډلې مشر خپلو کسانو ته امر کړې چې د ښوونځیو کتابونه دې نه سوزوي.


ورځپاڼې د اختر د ورځو یو تفصیلي رپورټ هم خپور کړې او لیکلي دي چې پدې ورځو کې کومه پیښه نده شوې.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې په افغانستان کې د جنایت پیښې څیړلي او لیکلي دي چې مجرمین باید سزا ومومي.


د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغاتنستان او سیمې د روانو حالاتون او پیښو په اړه بیلابیل مطالب خپاره کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې وسلوالو مخالفینو ته د ولس مشر کرزي په وروستۍ بلنې تبصره کړې او ددې بې څاري انعطاف د انګیزې د موندلو هڅه یې کړیده.


خو اصلاح بیا پخپله سرمقاله کې د پاکستان د نشنل عوامي ګوند په مشر اسفندیار ولي شوې ځان وژونکې حمله څیړلې او لیکلي دي چې دا حمله په کلکه غندي.



د راه نجات نا دولتي ورځپاڼې بیا په کابل کې د برطانیې د سفیر د وروستیو څرګندونو دا برخه راغستې چې په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي  د ماتې خوړلو په حال کې ده.


ورځپاڼې د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسون په نقل دا هم لیکلي دي چې په افغانستان کې د بشري حقوقو د تیریو پیښو دوه برابره زیات شویدي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د کاناډا د صدراعظم په حواله دا هم لیکلي دي چې ناټو نشي کولې د تل لپاره په افغانستان کې پاتې شي.



او د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو مسله څیړلې او لیکلي دي چې ولس مشر کرزي دا په ډاګه کړه چې د سعودي عربستان له باچا نه يې پدې برخه کې د مرستې غوښتنه کړې.


ورځپاڼې د پاکستان د استخباراتو په اداره کې د وروستیو بدلونونو په اړه لیکلي دي چې څیرې بدلیږي خو پروګرامونه پخپل ځاې دي.


ورځپاڼې په افغانستان کې د لوږې او فساد په اړه هم یو مطلب خپور کړې او لیکلي دي چې دا دواړه پدیدې له یو بل سره مستقیمې اړیکې لري.