کور / تازه خبرونه / د بشری حقوقو سرغړوني دوه چنده سوي دي

د بشری حقوقو سرغړوني دوه چنده سوي دي

د بی بی سی د خبر له مخی د افغانستان د بشری حقوقو کمیسیون وایی چی سږ کال د تېر کال په پرتله د بشری حقوقو تیري دوه چنده زیات سوي دي . د دې کمیسیون یو مشر نادر نادری وایی چی په افغانستان کی د متهم معافول ، او د قانونی څارنی د پایښت مخته نه بېول د دې سرغړونو عمده عوامل دي . ده وویل چی په هېواد کی نا امنی او حملې هم د دې پایمالي بل علت دﺉ . نادر نادری زیاته کړه چی په تېر ټول کال کی د بشری حقوقو د تېریو ۳۷۰۰ قضیې پیښی سوي وې حال دا چی د سږ کال په صرف شپږو میاشتو کی څه باندی درې زره دغسی پیښی سوي دي چی دا ډېر ناوړه حالت دﺉ . ده وویل چی د دولتی قواوو او د بهرنیو پوځونو عملیات له یوې خوا او د مخالفینو عملیات هم له بلی خوا د دې تېریو د سریع ډېرښت باعث سوی دی .