کور / تازه خبرونه / په افغانستان کی امریکایی کمپنۍ محاکمه کیږی

په افغانستان کی امریکایی کمپنۍ محاکمه کیږی

اسوشیټډ پریس خبر ورکوي چی یوه امریکایی امنیتي کمپنۍ ( یو. اس. پی. آی ) په افغانستان کی د پیسو خوړلو او تقلب په تور د امریکا د حکومت لخوا محکمې ته راکش کیږی . د دغه کمپنۍ پر څلورو لویو آمرینو تور لګېدلی چی په افغانستان کی یې د کرایی موټرو ، تیلو ، او امنیتي پرسونلو د مصارفو پیسې تر حد خورا لوړي ښودلي دي . د دې کمپنۍ دنده دا وه چی د قراردادیانو امنیت تأمین کړي . پر هغو د توطیې ، د امنیتی ساتنی د درو تقلباتو ، او درو نورو لویو ټګیو تورونه لګېدلي دي او ښایی د نورو جزاوو تر څنګ درې ملیونه ډالره هم جریمه سی . په دې وروستیو کی په افغانستان کی د انجوګانو لخوا د پیسو غبن ډېر سوی دﺉ .