کور / تازه خبرونه / ملګري ملتونه: پاکستان زموږ کارکوونکو ته خوندي نه دی

ملګري ملتونه: پاکستان زموږ کارکوونکو ته خوندي نه دی

د ملګرو ملتونو سر منشي په پاکستان کې خپلو کارکوونکو ته لارښوونه کړي چې کورنۍ دي له پاکستان څخه وباسي.
دا ګام په پاکستان کې وروستيو تاو تريخوالو ته په کتنه پورته شوی.
 د ملګرو ملتونو منشي په يوه خبري ناسته کې وويل چې پاکستان کې به يې کارکوونکي خپلي چارې پر مخ بيايي خو دغه هيواد د هغوی  د کورنيوو لپاره خوندي نه دی.
ملګري ملتونه په پاکستان کې د ۲۰۰۰ په خوا او شا کې کارکوونکي لري چې سل يې بهرنيان دي.صوماليه او افغانستان نور هغه دوه هيوادونه دي چې د ملګرو ملتونو د کارکوونکی د کورنيوو لپاره خطرناک بلل شوي.