کور / تازه خبرونه / شمالي وزيرستان: امريكايي الوتكو ۲۰ تنه ووژل

شمالي وزيرستان: امريكايي الوتكو ۲۰ تنه ووژل


د شمالي وزيرستان د محمدخېلو له سيمي څخه خپاره سوي خبرونه وايي د امريكايي الوتكو د بمباريو له وجي ۲۰ تنه وژل سوي او ګڼ شمېر ټپيان دي.
پېښه نن ناوخته رامنځته سوې چي په اړه تر اوسه پوره معلومات نسته.
پاكستاني مطبوعات وايي چي لومړى طالبانو د ډيورنډ له دې غاړي د خوست په سرحدي ولسوالي تڼيو كي پر ناټو او افغان ځواكونو بريد كړى او مرګ ژوبله يې ور اړولې، چي وروسته د هغوى په جوابي حمله كي پورتنۍ مرګ ژوبله رامنځته سوه. د خبرونو له مخي په دې بمباريو كي ۱۵ وسله وال طالبان او پنځه عام كسان وژل سوي دي.