کور / شعر / د سولي کاروان

د سولي کاروان

د سولي وکاروان ته مو تحفي راوړي دي٠
و داسي یو نحضت ته نغمي راوړي دي٠


که چا راته لاسونه او پیغام د سولي راکړ٠
د خپل ښارګ د وینو مو پیالي راوړي دي٠


ایمان او عقیده مو ده په سولي سوله غواړو٠
د سولي پاک نامه ته مو سجدي راوړي دي٠


که چا راسره یو ګام کړو اوچت په دغه لاره٠
د خپل سر فیصلی ته مو فیصلي راوړي دي٠


تر ننه ئې وفا ته سترګي نه یو موږ په لاره٠
جهان په هر زمان کښي صرف وعدی راوړي دي٠