کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په افغانستان کي اوس هم بېځايه سوي خلک شته

په افغانستان کي اوس هم بېځايه سوي خلک شته

 


 په افغانستان کې اوس هم له خپلو کورونو څخه بېځايه شوي خلک شته .




 
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره _يو، اين، ايچ، سي، آر_ وايي چې په نړۍ کې د کډوالو شمېره دومره کمه شوې ده چې په تېرو پينځه ويشتو کلونو کې يې ساری هم نه ليدل کېږي _يو، اين، ايچ، سي، آر_ په خپل يو نوي راپور کې وايي چې دا کمښت تر يو حده له دې امله دی چې د نړۍ په هيوادونو لکه افريقا او نورو سيمو کې کورنۍ جګړې پای ته رسېدلې دي. خو د کډوالو د ادارې مشر انتونيو ګوتيريز د دغه وروستي راپور د اعلانولو په ترڅ کې دا هم وويل چې په نړۍ کې د داخلي بې ځايه شوو خلکو شمېره ډېره شوې او اوس پينځه ويشت ميليونو تنو ته رسېدلې ده. ښاغلي ګوتيريز وويل چې د ده له نظره دا د بشري اقداماتو له پلوه د نړيوالې ټولنې تر ټولو ستره ناکامي ده. هغه زياته کړه چې په عمومي توګه د پناه وړونکو او غيرقانوني اقتصادي کډوالو تر منځ توپير روښانه نه دی چې دا رښتينو پناه وړونکو ته زيان رسوي.



يوه بله مسله چې په دغه رپورټ کې ياده شوې، دا ده چې وايي په ډېرو هيوادونو کې بهرني کډوال د ډېرو کلونو لپاره د يوې دايمي حل لارې پرته له نامعلومو برخليک سره پاتې دي. زيات شمېر افغان کډوال هم په دغه ډله کې راځي. له دوه زره او يو مېلادي کال څخه را په دې خوا څلور ميليونه افغان کډوال خپلو کورونو ته ستانه شوي دي چې دا په اوس مهال کې يو بې ساري مثال دی.



ځينې کارپوهان پوښتنه کوي چې افغان کډوالو خو به خپل هيواد ته په ستنېدو کې له بيړې څخه کار نه وي اخيستی. لـــه _بي، بي، سي_ سره په يوه مرکه کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنر انتونيوګوتيريز څخه پوښتنه وشوه چې ايا په نړۍ کې ټول مهاجر خوندې سيمو او چاپېريال ته ستنېږي.
ښاغلي ګوتيريز وويل: نه، زه بايد په دې اعتراف وکړم چې زموږ عمده او لويه اندېښنه دا ده چې بايد ډاډ حاصل کړو چې خلک خپلو کورونو او سيمو ته پخپله خوښه ستنېږي او له حالاتو هم ښه خبر و اوسي.



ښاغلی ګوتيريز وايي چې په خپله موږ په ځينو مواردو کې ليدلي چې امنيتي ستونزې شته خو خلک خطر مني او خپلو هيوادونو ته ستنېږي، ښه مثال يې افغانستان دی چې کم او زيات څلور ميليونه کډوال بېرته ورستانه شوي دي. دوی ښه پوهېږي چې هلته څه تېرېږي خو ځينې يې خطر مني چې هغه موږ نه شو منلای.



د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي ځينې ستنېدونکي افغانان هيواد ته په دې هم ستنېږي چې کوربه هيواد د تلو لپاره فشار ورباندې اچوي. بل دا چې په لږ شمېر افغانان کړکېچونو، وچکالۍ ځپلو او خوارو سيمو ته بېرته ګرځي. لا هم په ميليونو افغانان په پاکستان او ايران کې مېشت دي. د دوی کوربانه هغوی اقتصادي کډوال بولي. د ملګرو ملتونو دکډوالو اداره وايي دوی د هغو افغان کډوالو شمېر معلوموي چې دغه ډول دوی ته په کوربه هيواد کې د کار موقتي وېزه ورکړل شي تر څو په کوربه هيوادونو کې کاروبار وکړای شي. خو اسلام اباد او تهران د مهاجرينو د شمېر د زياتوالي له امله نه غواړي چې پخپلو هيوادونو کې افغان کډوالو ته ځای ورکړي.