کور / طنز / ژوندۍ دي وي دموکراسي

ژوندۍ دي وي دموکراسي

ځوان ليکوال او شاعر عبدالسميع غيرتمل


ښاغلی _مديرکنشکا_ د ډيموکراسۍ له سرسختو پلويانو څخه يو پلوی و، ده چې کله له راډيو واورېدل چې په هيواد کې يې ډيموکراسي اعلان شوې ده، نو د هغې شپې په سهار يې خپل يخن قاق، نکټايي او کيوبای نېکر واغوستل او دفتر ته روان شو.



د همدې ورځې په اوږدو کې د اوبو رسولو رياست په هره شعبه کې د کنشکا د نېکر اغوستلو خبرې اترې خورا تودې روانې وې.
د دغه رياست ټول کارکوونکي د کنشکا عمل (نېکر اغوستلو) له امله پر دوو برخو وېشل شوي وو، يوه لوري د کنشکا دغه عمل (نېکر اغوستل) ستايه او بل لوري بيا د دغه عمل مخالفت کاوه، خو دواړو برخو بيا څو فرعي برخې درلودې.



د بيلګې په ډول دوو تنو د کنشکا له دغه عمله سخته سرغړونه کوله، خو ځينې نورو کسانو بيا بېله لاره غوره کړې وه او منځلاريتوب يې کاوه او ويل به يې: مدير کنشکا ته بايد يو رسمي اخطار ورکړل شي، تر څو بل ځل دا عمل تکرار نه کړي او له غير ملي لباس کې دفتر ته را نه شي، خو ځينو نورو نرم فکرو بيا ويل چې بايد نصيحت ورته وشي، تر څو بل ځل بيا نېکر وا نه غوندي.



دا کيسه به هم ارامه شي او مديرکنشکا به خپل ځان ته يو بل ډول د نوي عصر لباس پيدا کړي چې دی پرې ډيموکراټ وپېژندل شي.
مګر د کنشکا پلويانو بيا يو بل ډول شور جوړ کړی و، چې حتی د مدير کنشکا پر سر يې ګلان او لږ قيمته پيسې ښندلې او د ده دا عمل يې د ډيموکراسۍ سمبول ګاڼه، د اوبو رسولو رياست رئيس سرسبزخان د ماپښين پر دوې بجې او پينځه څلوېښت دقيقې يوه ګډه ناسته جوړه کړه.او د کنشکا دا موضوع يې تر غور لاندې ونيوله، په دې وخت کې د رياست د چاپيريال څخه ورو_ورو اوازونه تر غوږو شول او دا د هغو خلکو اوازونه وو چې د تيرې اوونۍ په جريان کې يې د کورونو د اوبو نلونه بند شوي وو، هغوی په ډېره سخته لهجه شعارونه ورکول حتی چې کله کله به د ښکنځلو اوازونه هم تر غوږ کېدل.



يوه دقيقه وروسته د رياست هنداره د يوې ډبرې په توغولو ماته شوه او ډبره د بې چاره رئيس پر تندي ولګېده او سمدلاسه وينو د رئيس پر مخ لارې جوړې کړې، خو کارکوونکو ډېر ژر د رئيس زخم پانسمان کړ، خو يو کاغذ چې ډبره پکې پېچل شوې وه، د رئيس په کوټه کې پروت و او په هغه کاغذ کې داسې ليکل شــــوي وو ((ژوندۍ دې وي ډيموکراسي)).



له کندهاره خپرېدونکي سپوږمۍ مجلې د لومړۍ ګڼي څخه