کور / سپورټي / ښځه د ټولني بنسټ اېښودونکې ده

ښځه د ټولني بنسټ اېښودونکې ده

له کندهاره خپرېدونکي ( سپوږمۍ ) مجلې څخه


کندهار ولايت کې داسې کورنۍ شته چې له سخت غربت او نېستۍ سره مخ دي، ډېری مېرمنې د نېستۍ له کبله د ستنې کار کوي، په ستن رنګارنګ څيزونه جوړوي، د بېلګې په ډول غاړې، پټوان، څادرونه يا افغاني جامې او بيا په دغو پيسو خپل کورونه ساتي، خو هغه مېرمنې چې پوره مياشت کار وکړي او يوه غاړه هم نه شي جوړولای او که يې تر سر تېره کړي او جوړه يې کړي بيا هم يو دوکاندار ورته دوه زره يا دوه نيم زره افغانۍ ورکوي چې له پينځوس امريکايي ډالرو سره سمون خوري.




ډېری مېرمنې وايي چې په دغو پيسو يې هېڅ ډول ګذاره نه کېږي او دوی خپلو لاسي کارونو ته له دولت او نړيوالې ټولنې څخه د يوه ښه مارکېټ غوښتنه کوي، د دغو مېرمنو له ډلې څخه يوه هم رڼا ده چې د څو کلونو راهيسې په خامک کار د خپلې کورنۍ لپاره يوه ګوله ډوډۍ برابروي.
نوموړې اوس مهال د څلورو اولادونو مور ده، دا وايي لس کاله کېږي چې خاوند مې په بند کې شپې او ورځې سبا کوي، مشر زوی مې نهه کلن او مستري خانه کې مې شاګرد کړی دی، ځکه موږ په کور کې بل داسې څوک نه لرو چې موږ ته دې ګټه راوړي، زما هم خوښېږي چې اولادونه مې علم او پوهه زده کړي او ښه ژوند ولرو، خو زه مجبوره يمه چې د خامک کار په مزدورۍ وکړم تر څو يو څه پيسې لاس ته راوړم او د خپلو اولادونو راتلونکی ورباندې روښانه کړم.
ښځه که مور او يا هم د خپلې کورنۍ پالونکې ده، خو د نارينه وو په څېر په ټوليزه کچه هر هغه کار سر ته رسولای شي چې يو نارينه يې سر ته رسوي.
مريم چې اتلس کلنه پېغله ده، وايي پلار مې سپين ږېری دی، ورور نه لرم او کورنۍ کې مو بل داسې څوک نشته چې موږ ته يوه ګوله ډوډۍ برابره کړي، نو زه مجبوره يمه چې په لاسي کارونو باندې د خپلې کورنۍ ژوند مخته بوزم.
خو ډېری مېرمنې بيا په خپلو کورونو کې د ځانونو د مصروفه ساتلو په وجه د ستنې کارونه کوي، له دغسې مېرمنو څخه يوه هم روښانه ده، دا وايي زه ډېره کوچنۍ ومه چې خامکي کار مې له خپلې مور څخه زده کړ، کله چې زه واده شومه نو خاوند مې خامکي غاړې ډېرې خوښولې، هغه چې به هر وخت د ځان لپاره ټوکر پېروده نو ما به ورته غاړه جوړه کړه، له هغې ورځې بيا تر اوسه پورې مې خاوند زما سره ډېر ښه ژوند کوي، زه چې هر وخت خپل خاوند خوشاله وينم نو د خپلې مور خبرې مې په ياد راځي چې ما ته به يې ويل: لورې زما يوه خبره په ياد ولره هغه دا چې که هره نجلۍ د پلار په کور کې څه زده کړي نو د خاوند په کور کې به يې په ښه ورشي.
خو ډېرې داسې مېرمنې هم شته چې جنګونو کې يې خپل د کورنۍ غړي د لاسه رکړي او اوس مهال کې له سختو ستونزو او مشکلاتو سره لاس او ګرېوان وي.
بي بي ګله چې پينځه دېرش کاله عمر لري، ايي د جنګ پر مهال يې خپل خاوند له لاسه ورکړی، نوموړې د نهه اولادونو مور ده، شپږ کاله کېږي چې خامکي غاړې جوړوي او په دغو پيسو د خپلې کورنۍ ساتنه کوي.