کور / رسنۍ / مينه مياشتنۍ مجله چاپ او په ليکه شوه

مينه مياشتنۍ مجله چاپ او په ليکه شوه

د پښتونخوا له زړۀ پېښور نه د خپرېدونکې مياشتنۍ ميني مجلې اتمه او نهمه پرله پسې ګڼه يعنې د وړومبي ١٣٨٧ هجري نمريز کال د وږي او تلې د مياشتې پرله پسې شپږمه او اومه ګڼه چاپ او په ليکه شوه. همدارنګ بل زېرے دا چې د اردو ژبې لوستونکو لخوا د زياتو غوښتنو له مخې له همدې ګڼې څخه د مينې د اردو برخې پېل هم وشو چې هيله  ده چې د قدرمنو مينه والو د پام او استفادې وړ به وګرځې او مونږ ته به د پښتو او اردو دواړو برخو په حقله  خپل نظرونه ، وړانديزونه، انتقادونه او راې راولېږي. مونږ به يې په سر سترګو ومنو. همدا شان له ټولو قدرمنو لوستونکو په خاصه توګه د قلم له خاوندانو څخه غواړو چې د راتلونکې ګڼې لپاره خپلې د هر ډول نثري او نظمي مذهبي، قومي، ادبي، کلتوري، اجتماعي او سائېنسي ليکنې راوليږي چې پرې راتلونکې ګڼه لا زياته ښائسته او ښکلې کړو.
ستاسو د هر ډول ليکنو ته سترګې په لاره


د مينې مجلې چلوونکي ملګري


پته: دفتر مياشتنۍ (( مينه )) معرفت اهلبېت پښتو اکېډيمي کوڅه نمبر ٢ غريب اباد روډ ډاکخانه تهکال بالا شاهين ټاؤن پېښور-
 پښتو برېښناليک: meena_pukhto@yahoo.com
 پښتو وېبپاڼه: http://meenapukhto.blogfa.com
اردو برېښناليک: meenaurdu@yahoo.com
اردو وېبپاڼه: http://meenaurdu.blogfa.com
ټېلفون:7114546     ګرځنده:3459047584