کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / په ميدان وردګو کښي د دولت او ولس اړيکي غښتلي شوي

په ميدان وردګو کښي د دولت او ولس اړيکي غښتلي شوي

که د هېواد په هر ولايت کې دولتي چارواکي د شخصي بلډنګونو د جوړولو پرځاى ددولت او ولس د اړيکو د غښتلتيا هڅې وکړي ، نو په امنيتي حالت کې به ښکاره بدلون رامنځته شي .

ميدان وردګ يو له هغو ولايتونو څخه دى ، چې ددې ولايت نوي والي محمدحليم فدايي دغه د پام وړ ټکي ته پاملرنه کړې او له ولس سره يې د اړيکو د ښه والي لپاره شپه او ورځ يوه کړې ده .

هغه هڅه کوي ، چې لومړى د ولس او دولت ترمنځ بې باوري له منځه يوسي ، ځکه همدا بې باورۍ دي ، چې ولس يې له دولت او دولت يې له ولس  سره لرې کړي او يو شمېر کړۍ د همدې لريوالي لپاره کار کوي ، ترڅو دوي له دې لرې والي  څخه ګټه واخلي .

 که ولس په واقعي توګه له دولت سره همکار شي او دولت د ولس اړتياوو او غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي ، هيڅ ډول د بې امنيتي پېښه به رامنځته نشي ، ځکه د هرې پېښې په اړه به ولس امنيتي ځواکونه خبروي او هغوى به د هر ورانکاري کار مخه په وخت نيسي .

د شخصي شتمنو په زياتوالي او د بلډنګونو په جوړېدو د ولس ستونزه نه حليږي او نه د دولت او ولس ترمنځ رامنځته شوى واټن کميږي .

د مرکز او ولايتونو دولتي چارواکي دې ولس ته وخت ورکړي ، چې خپلې  غوښتنې ، اړتياووې ، وړانديزونه او تګلارې  دوي ته ورسوي او دغه مسوولين دې د حل لپاره له ولس سره په ګډه کار وکړي او د حل په موخه دې مناسبې لارې ورته ولټوي ، چې ولس وپوهيږي چې دولت خو دوي ته هم حق ورکوي چې خپلې ستونزې په ګډه ورسره حل کړي .
 اوس په ميدان وردګو کې دې ټکي زيات پام شوى او ددې ولايت والي هڅې پيل کړي چې دغه ولس په ټولو چاروکې وپوښتي او د هغوى په مشورو امنيت ، بيارغونه او نور بنسټيز کارونه رامنځته کړي .

اوس ددې ولايت په ټولو ولسواليو کې ولسي شوراګانې جوړې شوي ، چې وخت په وخت خپلې سيمه ييزې ستونزې او اړتياوې له ولايت سره شريکې او حل کړي .

همدارنګه د علماوو ، ځوانانو او جهادي قوماندانانو شوراګانې هم د جوړېدو په درشل کې دي .

له هغه مهاله ( دوه مياشتې مخکې ) راهيسې چې ددې ولايت والي محمد حليم فدايي په دنده پيل کړى ، تراوسه پورې يې له زرګونو ولسي وګړيو سره په انفرادي ډول کتلي ، په لسګونو هغو غونډوکې يې  ونډه اخيستې او خبرې يې کړي ، چې په کې په زرګونو کسانو په کې ګډون درلود ، چې دغه  ليدنې  او کتنې ، چې د ولايت د امنيت او پرمختيايي چارو په اړه شوي د ولايت په امنيتي وضعې يې ښه اغېزه کړې او د ولس او دولت ترمنځ اړيکو پوره ټينګوالى موندلى .

دغه راز د ولايتي شورا اوپه ولسي جرګه کې ددې ولايت استازي اوږه په اوږه له والي سره د ولس د ستونزو په حل کې بوخت دي.

د والي هڅې دا دي ، چې ولس په دې وپوهول شي، چې دغه دولت ددوى په رايه جوړشوى او ددوى خپل دى ، له پياوړتيا او ملاتړ سره يې د همدې ولس ټولې ستونزې حل کېداى شي او ژوند يې ښوالى مومي .

که دولس او دولت دې ډول اړيکو ته دوام ورکړل شي ، نو لرې نه ده چې په دې ولايت کې به ولس په خپله د هر ډول بې امنۍ مخه ونيسي او د بيارغونې او جوړونې چارو ته به مټې راونغاړي ، چې له امله به يې دغه کړېدلى ولس د سوکاله ژوند ساه واخلي .