کور / کیسه / سور چرګ

سور چرګ

داډير ښه چرګ دي دټول كلي په چرګانوكي يې ساري نشته سهار مهال ترټولو چرګانو مخكي راپورته كيږې ، ترملامخكي اذان كوي ډير هوښيار او بيداره ده ، هسي كليوال له ماسره تر بورګلوي كوي كه داسي نه وي نودكلي نيمي ذكات بايد زما
 سورچر ګ ته وركړي چي دده په  اذان سره خلګ له خوبه راپورته كيږې، څوواره بازګل ا كا  راته وويل :
ياره تاته دي خداي اوجرتونه دركي ، داسي چرګ دي درولي اوساتلي چې ټول كلي ته يي خير رسيږي كشكي ټول خلك
 داسې دخير كارونه وكوي ،زه هرسهار دده په اذان راپورته كيږم  مسجدته له رسيدو اوڅو ركاته نفلونودكولو ، وروسته دملاصاب ټوخي سي راپيدا سي ،اذان وكوي په زړه كي ووايم دخداي زوره وره ترتامخكي موږرارسيدلي يوهسي خوهم ته ناوخته لمونڅ وركوي كه دكشمير اكا چرګ نه واي ستا په اذان خو به مو تل لمونڅونه كذا واي،  تاته دي خداي په اخرت كي ثوابونه دركړي ،دسره چرګ اذان په ټولو چرګانوكي وتلي اوسر دي كله چي دي وزروټكوي اذان وكوي نو دكلي ماشومان يي هم پيژني چي داد ه سره چرك اذان دي .كشميراكا تل دسورچرګ صفتونه كو ي ډير ورباندي ګران
دي ،دي خپله دچرسو پوخ اوډيرپخواني عملي دي خودنوروغوندي نه دي ډير دينداره پرهيزګاره اوخواخوږي سړي دي
سورچرګ كه په اذان كي ترملاصاب مخكي دي نو په همزولو ګاونډيانو كي هم په قواره بدنه ، هوس مستي ،زړه ورتوب ، اوجګړوكي شاته نه دي بلكي دټولو نه مخكي دي .چه په ميدان كي يي  سيالان وويني، ياورسره مخامخ سي نو  يو په بل پسي تښتې اومنډي وهې.سورچرګ په ونه ښه لوي ده ، لوي چرخولي ،پلنه او تيزه مښوكه اوږده غاړه ،رډي رډي تيزي سترګي سي په ډيره غرور يي شاوخوا اړوي، اوږده لكۍ چي رنګينو بڼو يې دده ښكلا لاورډيره كړيده دپلنو پښو اوتيرو نوكانو لرونكي دي،
سورچرګ پركشمير اكا ډير ګران دي په هيڅ شي يي دونه خوانه بديږي لكه په سره چرګ، ماشومان اودكورني غړي سي سورچرګ ته څه ووايې منتونه ورته كوي ترخي ، اوځورونكي خبري ورته كوي حتي تر دي چي ماشومان يې ورباندي وهلي اودونه ترټلي چي اوس سورچرك هر څه كوي څوك ورته څۀ نه وايي كه په كوركي واكمن دكورمشر كشمير اكا دي نوترده رالاندي دوهم ټولواك سورچرګ دي.سي څه يي زړه غواړي هغه كوي دكورني غړي اوماشومان په ډيرو ستونزوورسره اخته دي هره ورڅ يي دده له لاسه وهل ترټل خوړلي وي،خوهيڅ  نه سي كولاي،اكايي په سر ولاړدي ، ماشومانو به مورته شيكايت وكوچي بابامو ولي دچرك په سر تل وÙ
 �ي ، دي به ورته وويل زويه خيردي پلارمودي ، تاسي لږصبر وكوي كه خداي كول بابا په خپله ددي مست ليوني چاره وكوي له ډيره ناز اومستي له ده هم څآن ورك سوي دي ،تاسي مه وارختا كيږي دداسي مستو اوليونيانو ژوند ډير لنډوي ، كارمه په لري سي بيامو پلار خفه كيږي .كشميراكا ډيرخواخوږي اود ريښتني زړه لرونكي اومهربانه زړسوانده سړي وو ، چي څه يي په لاس كي وو له هيچايې نه ګرڅول ، خواريكـښ ميړني ، په خبره اوپښتو ولاړ دننګ اود جنګ سړي وو، ډير ي ښي ټوكي او پخواني كيسي بۀ يې كولې  دلويانو اوځوانانو دبانډارونو مالګه وو، ټول به ورباندي راټول وو يوخوږ له ميني ريښتنوالي نه ډك Ù
 �ليوالي ناسته اوبانډار به تود اوله څÙ
ه به ډك وو.د كلې اودسيمي خلګو دكشمير اكا څانګړي احترام اودره ناوي كاوو دده كيسي هسي خوسي خبري اود وخت تيريدل نه وو بلكي هره خبره يي له كتا به وه،ډير ي ژوري اغيزمني خبري يي كولي ،دكشمير اكاله مرغانو سره ډيره جوړوه هرډول مرغه اولوتونكي چي به لاس ته ورغلي ساتويې،په كوركي مينا ،طوطي ،كرك ،سايره ،كنري ،جور چر ګان  درلودل،دژوند غمونه به يې له دوي سره ژړل ،ډيره مينه يې له سره چرګ سره وه، هركله سي له كاره راسي له ټولو الوتونكوسره خواله وكو ي،خو له سره چرګ سره  په لوبو يي ټوله ستړيالري سي .ښه دانه  يي وركوله هګي ماليده اونورڅانګړي خواړه دسره چرګ لپاره تياØ
 �يدل دي سره چر ګ داښه خوي درلود سي كله به كشمير اكا كورته راغلي نودي به مخې ته ورغلي لوبې به يي ورسره كولي ، سورچرګ يې هم ښه اموخته كړي اوروزلي وو ،كشمير اكا چر س څكول ډير پوخ اوپخواني عملي وودده څوهزولي و و، چي دجمعي په شپه  به يي خپل مجلس توداوله خوښي ډك  ساتو اوميلي به يي كولي .كشمير اكا دخلګو غوندي عملي نه وو، دده  له خولي چي ټول عمر  بي له اوداسه  چرس نه دي څكولي .هرواري چي چرس څكوي لومړي ورته اودس كوي كه وخت وونو دوه ركا ته نفل هم وكوي بيانو چلم تازه كړي سري سكروټي ورباندي كيږدي دچرسو تلي ورباندي كيږدي ،كله چي پرنل خوله كيږدي اوكش يې كړي نو پر سرخØ �نه باندي لمبي بلي سي ،دچلم خوټهاري سدخولي دودونه يې دخوني تيرانو ته ورسيږي ،دنوروغوندي په سګريټي باندي كارنه كيږي ،اودادڅان لپاره ناوړتيا بولي سي سګريټي وڅكوي،  ،شپي ورڅي تيريدلي سورچرګ په نازونو اومستيو كي ورك وو.ددوبي په سخته ګرمي كي دروژي مباركه مياشت راغله هواډيره توده اوګرمي وه .لوونه ګډ سوي وو خلګ  له ګرمي اوروژي نه ډير څوريدل . تنده ، ګرمي . روژه اودلوونو سختو كارونو هرسړي له څانه په څوركړي وو. خلكو به له پسلمي بيا تر غرمه كي پور كارونه كول بيابه ويده كيدل ،كشمير اكا به  هم په پسلمي كارته ولاړي ،غرمه كي به كورته راغلي په وياله كي سي په كوركي بهيده څوشيبي به پكي پريوت وروسته Ø�ه راغلي په داليز كي سي ورته كټ  ايښودل سوي وو ارام به پريوت ، په روزه كي دورځي له چاسره خبري نه كولي ، دايي ډير پخواني عادت وو،يوه ورځ ستړي الاك له لامبلو ورسته راغلي په كټ كي اوږد اوږد وغځيدوداسي ښكاريدو سي لوږي تندي ګرمي او دچلم  نشي ډير ځوراوو، ارام ويده سو ،سورچرګ سي په نازونوكي ورك وو له باغه راووت قدم ، قدم وهي  ، دسراي په منځ كي ترتوت لاندي څوشيبئ ودريدوپه چڼه سترګه يي يواري يوي بيا بلي خوا ته وكتل غاړي يي تازه كړي ، وزرونه يي سره وغورڅول مشوكه يي په بڼو پاكه كړه سر يي يوي بلي خواته وښوراوو،  زړه يي ارام نه كا وو، ورورد داليز په لوري رهي سو داÙ �يزته ورغلي ګور ي چي انډيوال يي په خوØ ه خو ب ويده دي ،سوكه سوكه يي غاړداليزته وروغځوله په نيولي  پښه په ډير احتيات سره داليزته ننوت شاوخواوكرځيدو يوي بلي خواته يي په غورسره وكتل ځه شي يي پيدانه كو تركټ لاندي سو  بيرته راووت  د دهليز په كونج كي وغځيدو وزري وغځولي سيوري خوند وركوارام پريوت څو شيبي وروسته لكه چي خوب نه ورتلو سريي راپورته كو په سراي كي غږدي ده وزري وغځولي راپورته سو غاړي تازه كي ،كوروټ ، كوروټ يي وكاوو پرځان باندي را وګرځيدو بي اختياره يي  سا ونيوله سر يي پورته وزري وټكول   اذان يي واخيست ،كشمير اكا ناببره په ويريدلي بڼه له خوبه راغځارسوډير  وويريدو ، سترګي تكي سري وي ،چÙ Š ګوريي چرګ يي ترسرولاړ دي اذان كو ي  په كفر كي ورته ورك سو له ډيري خواشيني اودرده  يي بيرته سركيښود، ولاهوالله يي وويله ،د اذان تر پاي ته رسيدو وروسته چرګ له ځان سر كروټاري پيل كو كشمير اكا سرراپورته كوله ډيري خواشني نه پوهيدوځه وكړي ،چرګ ته يي كتل  ، دي هم وپوهيدوسي ناوړه كار يي وكاوو،وارختا غوندي وكتل ، يو ي بلي خواته يي وكتل ډاډمن ووسي ځه نه راته وايي ورباندي ګران يم وروړاندي سو نيغ،نيغ يي ورته كتل سي هيځ يي نه دي كړي ، كشمير اكا لاس وراوږد كو ځآن ته يي ورنژدي كو داچي په كفركي ورته ورك وو له ډيري خواشني يي ورته وويل:
ولي ناځوانه داسي كار ځوك كوي، تاسترګي نه درلودي سي په دي روژه كي په دي سره ګرمي كي ستړي الاك دلته پروت يم له تندي مي په خوله كي ژبه نه اوړي ،ته راغلي ترسرمي ودريدي اذانونه راته كوي دادي بياكومه شو زده كړيده،سي داذانونو دونه شوكي يې نوولاړسه دملايانو انډيوالي وكوه دلته څه كوي،اذان خوهم وخت لري ځاي لري نوداوخت اودا ځاي داذان ده ته ووايه  ولي دونه بي پرواسوي ، ما دي غږ نه وواوريدلي ته مي نه وي ليدلي .د ګل غوندي مي ساتلي ، دادونه لوي   سراي بآغ بياله  په سراي كي ولاړ تو تان ښه سيوري  دامي ټول درته پري ايښي ښه  وو ، دادي ټول پري ښودل دلته راغلي ، زما په ديدن عاشق وي ، دسر سترګي دي ووځه تا نه ليدو سي زه دلته خواروڅآر پروت يم ،نا ځوانه څونه مي نازولي ، سي ستا زړه وو هلته ګرځيدي هرځه مي درته راوړل ، دڅه شي كمي دي وو، دكورني غړي مي ټول درباندي ترټلي وهلي ټكولي دي .اخير دي زماپه ځورولوپيل وكو، كانه دادي كمي وو، سي دا دي هم پوره كو،دغه ژيړي سترګي دي ووځه اوس داراته ووايه چي ځه درباندي وكړم ، خړي خړي سترګي مه اړه ووه نوردي وارتيردي . داراته ووايه څۀ درسره وكوم سي زړه مي درباندي سوړسي ،ډيركوړټي نورمه لره نه دي پريږدم، كشمير اكا په چورت كي ووسي چرګ يي لكي پرمخ  ورتيره كړه ده ته په دي لا غوثه ورغله نوي ورته وو يل: وچرګه زمادي په خداي قسم وي خوبۀ دي Øي زماني په ظالمانو بآندي غوښي وخورم، ځه ورك سه ترهغو اذاد ګرځه خپلي ميلي كوه ترځو ددي زماني ظآلمان درته پيداكوم،ستا غوښي په دي نه ارزي سي مومين مسلمان اوسم خلګ دي وخوري، په دي مهال يي ميرمن راغله ده ته يي وويل :
سړيه له چاسره ګډيې؟
 هسي،   له دي چرك سره مي خبري كولي نن يي ډيره ناځواني راسره وكوله .
 ولي ځۀ كاريي كړي چي ته يي په غوثه كړي اوسترګي دي سري راختلي دي  ؟
دي بي حيا سپين سترګي زماترسرلاندي اذان وكاوو له خواږه خوبه يي راپورته كړم .
ميرمن يي دده په غوثه ډيره خوښه سوه ورغبرګه يي كړه:
نودي ځه ورته وويل دايي ډيره بي ادبي كړيده ځه سزاد ي ورته وټاكله كه هسي دي په خبرو ځان ته تسل وركو؟
هو ښځي ډيره ښه سزامي ورته وموندله تراوسه به داسي سزا دچا په زړه كي هم نه وي راتيره سوې، زما ماغزه دافلاطون ماغزه دي سي يواري په كارواچوم په لندو لښتو اوربلوم، لوړه مي ورته وكړه سي ددي زماني په ظلمانو  دي غوښي ونه خورم ولا كه دي پر يږدم .
ولي دي سړيه داسي لوړه كوله سي نه پوره كيږي، لوړه درباندي اوړي ، ددي زماني ظالمان به ته ځنګه پيداكوي ؟
ته بي غمه اوسه زدي نه يم خوړلي دابۀ هم خداي پيداكي ځوورڅي وروسته ګوره سي كلي ته به پخپله راسي ،
داته څه وايي خداي دي كلي ته نه راولي ،داظالمان دي خداي ج ورك كړي ،مخ دي تورسي سترګي دي ووځي سي زموږكلي ته راځي. داسي ناوړه خبري سړي نه كوي تو به خدايه توبه .
 ښه سړيه ته يي پيژني ليدلي دې دي؟
هو ته زړه اوينه مه خوره زه يي ډير ښه پيژنم ، ليدلي مي هم دي ورسره كيناستلي يم دا خوكومه عجيبه خبره نه ده سي ته يې دونه وارختاكړي ،نن سبا تر ښوخلګو ناوړه خلګ ډيرسوي دي داهره ورڅ مرګونه نه ويني سي بي ګنا خلګ وژل كيږي اوحلالوي يي .بس تر دغولوي ظالمان نو نورڅوك كيديلاي سي.
وه سړيه زه ويريږ م سي دا ظالمان څه درته ونه وايي ګوره ستاخوله په واك كښي نه د ه سي خبره ورسره وانه ړوي مخ به مي تور سي پر ماشومانودي زړه وسوه څوه .
ولي دو نه ويريږي زه خو څه نه ورته وايم ددي چرګ په غوښويي ميلمانه كوم ددوي هم بل كارنشته دچرګ غوښي سي ورورسيږي نورنو دوي له خدايه ج څه غواړي ، څونه به له نه   خوشاله سي ،ته په څه پوهيږي كراره په كوركي ناسته يي ددنيا دحاله څه خبره يي .
ددوبي شپي ورڅي تيري سوي مني سو يوه ورڅ دسيمي څوتنه امران اوقوماندانان  كلي ته راغلل،خپلي غوښتني اواومرونه يي كليوالو ته وويل ،دمازديګر مهال وو سي  كشمير كا له لوړ كلي پر بايسكل باندي سپور كلي ته راورسيد و،دمسجد ترمخ خلك سره ولاړ دي پوښتنه يي وكوله څۀ خبره ده :
 يوه څوان  په ځواب كي ورته وويل :
كاكا دسيمي امران اوقومندانان راغلي دي ؟
ډيرښه خداي دي راولي زه ددوي په تمه ناست وم. داده خداي پخپله راوستل.خپله لوړه ورپه زړه سوپه بريتو كي وخندل بايسكل يي ودراوو ،مسجد ته ورغلي چي كليوال  ،امراناو قوماندانان سره ناست مجلس يي ښه توددي دكشمير اكا په ليدو سره ډيرخوښ سول دروغبړوروسته مجلس خوږۀ اوتوده بڼه غوره كړه د چايو پيالي ډكيدلي خالي كيدلي .دبډايو اوشتمنوحاجي صاحبانو له كورونو دراغلو ډول،ډول چاكليټونو پوستكي اوكاغذان په ميدان كي يوي بلي خواته غورڅيدل دكشمير اكا ټوكواوبآنډار دونه اغيزه كړي وه سي له  خندا نه دچاسترګي لندي چاخولوته لاسونه نيولي اوپه نسوارو تو رغاښونه يي پټول ،دشاګÙ
 „ سترګي تكي سري له خندا اوښتي له نسوارو ډكي ناړي يي پر اوږده كيره رارواني وي ،امر صاحبآنو خلوته دوريښمين دسملونه نيولي اوپه لويو خيټويي لاسونه  تيرول .دصاحبانو لاس په نامه اوغوړمالانو خوبيا دونه په زوره خندل سي ټول مسجديي په سر اخستي وو، يوه بل به سره ويل هغه وګوره څونه زوره وره رمبه وهي والله دمورشيدي دي سي ،دكلي ماشومان هم ددوي سيل ته په دروازه اودهليز كي ولاړوو، امر صاب پر
ګيره باندي راتوي سوي ناړي اوخوله په دسمال پاكه كړه سترګي وموښلي ، ګړي ته يي وكتل غږيي وكو:
 هلكانو داخو ډير ناوخته سوي دي بس دي درڅي چي ولاړ سو ډير كارونه لرو.كليوالو حاجي صاحبآنو اونورشتمنوله دي موقعي دګټي اخستني لپاره يوپه بل پسي په صاحبانو پور ي ونښتل هريوه سعي كوله تر بل وړاندي سي اودصاحبانو پاملرنه څانته واړه وي ميلمه يي كړي دوي په دي خوښيدل سي امر ياقوماندان يي مليمه سي ،هرڅونه  ډيريي ورته  وويل پاته سي خودوي وه نه منله وروسته كشمير اكا ورته راوړاندي سو ورته يي وويل :
صاحبه تاسو څه وويل ؟
موږ وايو اجازه راكړي سي ولاړسو ډير ناوخته دي.
نه نه صاحبه داخبري سي بياونه كوي تاسي ټول زما ميلمانه ياست دهيچاسره نه سي تلاي .
نه موږ څوډيركارونه  لرو ؟
تاسو ځه واياست په خداي مي دي سوګند وي كه يو قدم رانه واخلي يوي خواته نه سي تلاي ارام دلته كيني نن زما ميلمانه ياست.اوځانګري ميلمستيا درته كوم سور چرګ درته الاله وم.
ښه كاكا موږ تل دلته دي كلي ته راځو تراوسه مو ستا ډوډي نه دي خوړلي نن دي ځنګه پر ښو بآندي پام سوي دي، ځه خوب دي ليدلي كه دخداي رحم دي په زړه باندي سوي دي ؟
نه امير صاب داسي كومه خبره نسته سي دي ما ياخوب ليدلي وي يا دي دونه سخي سوي يم سي خپل اولادونه مي دلوږي مري او زه ښي ځواني كوم، داكارونه زما په وس نه دي پوره زه ډير غريب سړي يم،دونه دي ښه ځوان شم سي خپل ماشومان وساتم ، پرمالوړه اوښتي ده دهغي دپوره كولو لپاره مي تاسي ميلمانه يا ست دخير اوثواب خبره نشته .
 سي داسي ده نوموږنه پاتيږو ځو ،
اميرصاحب زمادي قسم په خداي وي كه ولاړسي سي دادنيا پر دابله راواړه وي نورنو ډيرو خبروته اړتيا نشته. نن به زما ميلمانه ياست خپل سورچرګ درته حلاله وم،څونه وخت مي ستاسو په انتظار تير كو، كه پاته نه سي پرماباندي لوړه اوړي ،دلوړي د اړولود تاوان دوركولو زور زه نلرم،  خداي هم رانه خفه كيږي ، نو تاسي داسي مه كوي چي لوړه راباندي واوړي ،تاسي خپلي ګپي اومجلسونه كوي زه څم سي درته دماښام لپاره سورچرګ تياركړم واه سورچرګه نن به دي كاروكوم،يوه قومندان ورته وويل:
 اكا ستا زور څوك لري كه پاته نه سو بيامو په ټوله سيمه كي نه پريږدي هرڅه به راپوري وايي ،ستا دخولي دي خداي سړي وساتي نن موږله تاسره پاته كيږو، ښه بانډار به راته كوي ؟
پرسترګو قربآن دي سم، سي تاسي له دونه لويه باره ما خلاصوي نوزه به څنګه بآنډارونه ، نه درته كوم. زه نو رڅم چي دماښام غم وخورم داڅوكسه به هم درسره سي چي ديغ نه سي ، زه ولاړم. دوي يو بل ته سره وكتل كليوال هم حيران سول سي هيڅ وخت كشميراكا واميرانوته ميلمستيا نه وه كړي نن ولي دونه ټينګ دي
ټولوپه خپلومنځوكي سره بوږني سو يوه تن وويل خيردي نن دكاكاپرښو پام سوي دي نو بايد ميلما نه يي سو، كشمير اكا په ډيره خوشحالي له مسجده راووت  بايسكل يي  تر ښكرو ونيو په خندا كورته  ورسيدو،په دروازه كي لويه ناره وكړ ه:
 وه ښځي چير ي كومي بلا وخوړي .
ميرمن يي له خوني  راووتله ورته ويي ويل :
خيرخوبۀ وي  دانن څونه خوشحاله يې؟
له كومه راغلي دادونه خوشحالي دي چيرته موندلي چي خوله دي نه سره ورڅي ؟
خداي دي خير كړي وسړيه زرراته ووايه چي موږهم خوشحاله سو ؟
ښځي ولي به نه يم خوشحاله زمالوړ ه نن خداي پوره كړه دسورچرګ لپاره دسزاوخت رارسيدلي دي .
څنګه ددي زماني ظالمان راغلي دي ؟
هو نن راغلي دي ماښام ته مي راميلمانه كړيدي.زه نوردخداي
 له پوره خلاص سوم، راوله دانامرده سورچرګ ، احسان نه پيژندونكي ،بي شرمه،سپين ستر ګي سي په خپله سزايې ورسوو،ميرمن سي دسورچرګ له شره خلاصيده ډيره خوشحاله سو ه دستي يې پرماشومانو ناري كړي هلي زرسورچرګ ونسيږي سي دده له شره نورخلاص سوو، ماشومانو اوميرمني په يوه شيبه كي هغه نازولي چرګ ونيوهرڅونه سي نار كړي نو رداوريدلو غوږونه نه وو،كشميراكا سپين لاستي چاريكاري چاكو راوكيښ په ډبره يې لږوسولاوو يوه زوي ورته وويل :لالاولي سورچرګ حلاله وي :
ده ورته په ډډغږوويل :
زويه دي ډيره سپين سترګي كړي .زما له ښواونيك نيت يي ناوړه ګټۀ وكوله، له ده ځان ورك سوي دي ،داسي كاريي وكاوو سي دبښلو وړنه دي نويي ځكه حلاله وم .
سورچرګ يي حلال ميرميني ته يي لارښونه وكوله سي ښه شورواورباندي تيا تياره كړي .دكورني ټول غړي په خوشحالي د
چرګ په پخولو باندي لګياسول ،دي دباندي ولاړي،ځوشيبي وروسته بيرته راغلي اودس يې وكاوو،چلم يې ور واخيست چي څونه يې كولاي سواي دغومره چرس يي وڅكول ښه نشه سو اوبيرته دباندي ولاړي ،
ماښام ترلمانځه وروسته يي ميلمانه له مسجده راولاړ كړل سي ځوتنه كليوال هم ورسره وو.
كورته راورسيدل ،كشمير اكا ترنوركله ډيرخوشاله وو، په ډيره خوښي يي ډوډي تياره دميلمنوومخ ته كيښوده دچرګ ښوروايې هم په پيالوكي راوړه دهرسړي مخي ته يې كيښوده ډيرخوږ اوپه
زړه پوري بوي يې راپورته سو، دښوروا ډوډي ډيره خونده وره وه، ځكه سي ميرمني ورسره پوره خواري ښكلي وه ،كشمير اكا دميلمنو خدمت كاوو،په داسي حال كي سي دغوښو كاسه يي په لاس كي وه يوه تن ورته وويل :
ياره اكا دادي څونه خوندوره ښوروا تياره كړي ده په ډيروكليوكي مي ډوډي خوړلي دي خوداسي ښه خوند يي نه دي كړي ،
دخداي زوره وره ولي بۀ خونده وره نه وي داخودلوړي دپوره كولو اوداخلاص خواړه دي بآيد ښه خونديي وي ،نورخلګ خو په مقصد ډوډي دركوي دخداي په رضا نن سبا څوك چاته ډوډئ نه وركوي دايوازي زه يم سي دخداي دپورداداكولو لپاره مي راوستلي ياست .
دسره چر ګ په غوړو كي سره سوي ادمونه يي ددوي مخي ته كيښودل .لږشيبۀ وروسته يوه تن وويل :
اكا داڅوواوري دي دلوړي دترسره كولو خبره وكوله داڅنګه لوړه ده سي موږته د ډوډي په راكولو ترسره كيږي ؟
په دي مهال ديوه كوچني ناري اوژړاوي راپورته سوي دي دباندي
ورغلي چي ګوري زوي يې مورته ژاړي سي ښوروا اوغوښي را
كړه ده له ميرمني وپوښتل ولي هلك ژاړي ؟
ـ هلك به ولي نه ژاړي غوښي يې ترمخ يوي بلي خواته كيږي ده ته يي نه وركوي .
نورنه پوهيږم په يوه شي يې ارامه كړه
ـ زه څه په وكوم نه اراميږي .
پرهلك يي سترګي وربرګي كړي ورته يي وويل:
چپ سي غږدي وانه ورم دادميلمنو لپاره دي زه په تابآندي ارام نه خورم بيابه ته هم ددوي په شان ظالم سي،ته نه يي خبرسي مالوړه
كړي وه ددي سره چرګ غوښي به ددي زماني په ظالمانو باندي خورم اوس مي داده وركړي تاسويې بايد ونه خوري سي بيا په ما
باندي لوړه اوړي .
هلك ارا م سو،دي بيرته ميلمنو ته ورغلي ،بيايي پوښتنه څيني وكړه ودي نه ويل دا ځنګه  لوړه تا كړي وه.
والله قربان دي سم څه ووايم څنګه په ماړه سواست ؟
هوكوردي ودان ډيره خونده وره ښورا اوښه پريمانه غوښي وي خداي ج دي خيرات قبول كړه ،ريښتنا داخلاص خواړه ډيرخوندوردي ،
ښه ته داخپله خبره وكړه سي دټولو انديښنه ده.
ولي بۀ يي نه درته كوم اوس خوموغوښي وخوړي دازما سورچرګ نه وو داكليوال ټول په خبر دي سي پرماباندي ډير ګران وو،يوه ورڅ ستړي الاك له كاره په روزه كي راغلم ډيره ګرمي وه اوزه هم ډير تږي سوي وم، په دهليزكي ويده سوم داظالم خداي نا ترسه راغلي ټول سراي يې پريښود زما دسر، سره يي وزري  په زوره وټكولي اواذان يي واخيست ،په خوب كي دونه وويره ولم سي نژدي له كټه لاندي راغورځيدلي وم،ډيره خوامي ورته شنه سوه په كفركي ورته ورك سوم له ډيره چرته وروسته مي ورته وويل :
ستالپاره داسي سزانسته سي دريي كړم په خداي مي دي سوګند وي سي غوښي دي ددي زماني په ظالمانو ونه خورم كه دي پرپږدم .هرڅونه سي وګرڅيدم ددي لوړي دپوره كيدولپاره مي څوك پيدانه كو اخيرمي ذهن ته راغلل سي دابايدوامرصاحبانو ته ورحلال كړم په دي وخت كي تر دوي لوي ظلمان نورڅوك كيداي سي، ددي زماني لوي ظالمان نورنسته نومي ځكه وويل سي لوړمي ترسره كوم،اوس مي لوړه ترسره سو بدن مي سپك اوزړه مي ارام سو، والله صاحبه ډير په څوروم .ميلمنو يو بل ته وكتل ټندي يي سره وكنډلي سو ي،يوه بل ته يي وكتل اخير يوه تن سي دي ډير وربآندي ګران وونوروته وويل:
اكا خوټولوته مالوم دي سي ګپاوو سړي دي دده په خبره مه خفه كيږي ،داهم دده صداقت دي سي مخامخ داسي خبري كوي
داكالوړه ترسره سوه صاحبانودسره چرګ غوښي وخوړلي ماشومان دسره چرګ له شره خلاص سول سي تل به يې پلارو ورباندي ټكول.  پاي