کور / تازه خبرونه / دوه امریکایی هلیکوپترونه راولوېدل

دوه امریکایی هلیکوپترونه راولوېدل

رویټر د بغداد څخه خبر ورکوي چی دوه امریکایی هلیکوپترونه د بغداد په شمال کی د امریکایی اډې په ساحه کی را ولوېدل . خبر زیاتوی چی په دې پېښه کی یو عراقی عسکر وژل سوﺉ او دوه امریکایی او دوه عراقی پوځیان ټپیان سوي دي . معلومه نه ده چی په دې هلیکوپترونو کی څو کسه سپاره وو . ویل کیږی چی دا سقوط د دښمن د ډزو په اثر نه بلکی د ټکر له امله و . خو یو پولیس وویل چی په ساحه کی جنګ روان و او ممکن هغه د دښمن لخوا ویشتل سوې وی . دوې اوونۍ مخکی هم د بغداد په جنوب کی د یو هلیکوپتر د لوېدو له امله اووه امریکایی پوځیان وژل سوي وو .