کور / تازه خبرونه / د پکتيکا د المپيک امر ووژل شو

د پکتيکا د المپيک امر ووژل شو

ناڅرګندو وسله والو د پکتيکا ولايت د المپيک امر ډاکټر علي خېل لومړى تښتولى او بيا يې وژلى دى.

دا پېښه هغه وخت وشوه، چې نوموړى د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ناروغو خپلوانو ليدو ته ورغلى ؤ او کور ته د ستنيدو پر  وخت پرې وسله والو کسانو بريد وکړ.

د پکتيکا امنيې  قوماندان دولت خان ځدراڼ مني، چې له بريد وروسته نوموړى ژوندى بېول شوى او بيا وژل شوى دى او د بريد پرمهال له علي خېل سره د ده يو ځوان زوى هم ټپي شوى دى.

ډاکټر علي خېل نېږدې دوه کاله وړاندې هم د وسله والو په يوه بريد کې ټپي شوى ؤ او له درملنې وروسته يې بېرته په خپله دنده پيل کړى ؤ.