کور / تازه خبرونه / نیویارک ټایمز : ولي کرزﺉ د هیرویًینو په تجارت کی لاس لری

نیویارک ټایمز : ولي کرزﺉ د هیرویًینو په تجارت کی لاس لری

نیویارک ټایمز د کابل څخه په خپل تازه راپور کی نن لیکی چی د ولسمشر کرزي ورور احمد ولی کرزﺉ د هیروًینو په تجارت کی لاس لری . ورځپاڼه د سپینی ماڼۍ د دوو لوړ پوړو مامورینو له قوله لیکی چی هغوی په دې باور دي چی احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو په کاروبار کی لاس لری او امریکایی مقاماتو څو څو واره ولسمشر کرزي ته خبرتیا ورکړې ده چی ورور یې په دې هکله سیاسی مسؤلیت لری . ورځپاڼه زیاتوی چی د سپینی ماڼۍ ، خارجه وزارت او په افغانستان کی د امریکا د سفارت د فعلی او پخوانیو مامورینو له قوله احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو په کاروبار کی دخیل دﺉ . ورځپاڼه زیاتوی چی په ۲۰۰۶ کی د ولسمشر کرزي سره د یوې غونډی په ترڅ کی د امریکا سفیر ، د سی آی اې منطقوی آمر ، او برتانوي همتا هغه ته د دغو ادعاګانو په هکله ویلي وو او غوښتنه یې ترې کړې وه چی خپل ورور دې د هېواد څخه بهر ولیږی . خو ولسمشر کرزي مقاومت کاوه او واضح شواهد یې غوښتل . ورځپاڼه زیاتوی چی ده ته پاخه شواهد نه دي سپارل سوي نو ځکه هغه په جرأت سره وایی چی « چیری دي ستاسی شواهد ؟ » ورځپاڼه زیاتوی چی سیاسی نزاکت د هر څه مخنیوی کوي .