کور / تازه خبرونه / برتانيه د تلېفون او ايميل پر كنټرول ۲۱ ميليارډ $ لګوي

برتانيه د تلېفون او ايميل پر كنټرول ۲۱ ميليارډ $ لګوي


د ترهګرۍ خلاف جنګ او ملي امنيت د خوندي توب په خاطر د برتانيې حكومت پرېكړه كړې چي په ټول هيواد (UK) كي به د تلېفونونو او ايمېلونو پر كنټرول باندي ۱۲ ميليارډ پونډه (يوويشت ميليارډه ډالر) ولګوي.
د برتانوي رسنيو په خبرونو كي راغلي چي حكومت د جرمونو د كنټرول او ترهګرۍ خلاف جنګ په غرض داسي يو پلان جوړ كړئ چي په برتانيه كي د مېشتو كسانو ايمېلونه او تلېفونونه ټول د استخباراتي شبكو له خوا د ځانګړو آلاتو په ذريعه وڅارل سي.
دغه آلات به د مبايل تلېفون په كمپنيو او د انټرنيټي شبكو په مركزونو كي ولګول سي.