کور / تازه خبرونه / روسيه د تېلو په تلاښ كي ۳۰ ميليارډه ډالر مصرفوي

روسيه د تېلو په تلاښ كي ۳۰ ميليارډه ډالر مصرفوي


د روسيې د تېلو تر ټولو غټي كمپنۍ اعلان كړى چي په سمندر كي د تېلو موندلو په خاطر به ۳۰ ميليارډه ډالره پانګه ولګوي.
د روس نفت كمپنۍ لوړ پوړي مامور روسي مطبوعاتو ته ويلي چي د هيواد په ټولو ساحلونو او سمندري حدودو كي د تېلو پلټل او په دې اړه پرمختګ د دوى اصلي هدف دئ، چي د دوى له كمپنۍ سره د دې مقصد د ترسره كېدو ټول وسايل موجود دي.
د روس نفت ساينس ډايريكټر مارس خسانوف وويل د استوا كرښي په شمالي علاقو كي دوى د كلونو تجربې لري او نوري نړيوالي پرمختللي كمپنۍ هم ورسره همكاري دي.
هغه وويل تر ۲۰۳۰ كال پوري به دوى د تېلو ۷۵ نوي كانونه وكيني.