کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريد پخوانى جنرال او ۲۲ كسان ووژل

ځانمرګي بريد پخوانى جنرال او ۲۲ كسان ووژل

د سريلانكا د پوځ پر يوه پخواني جنرال ځانمرګى بريد وسو، چي له امله يې د جنرال په ګډون ۲۲ كسان وژل سوي او ګڼ نور ټپيان سوي دي.
د سريلانكا حكومتي چارواكو د دې پېښي مسئوليت د تاميل پړانګانو پر بېتلون غوښتونكې ډله اچولى دئ.
پېښه نن سهار د پلازمېني كولمبو په شمال كي رامنځته سوې ده.
د تاميل پړانګان چي له كلونو راهيسي د سريلانكا له حكومت سره په مبارزه بوخت دي، د حكومت له خوا د امريكا په مالي او پوځي مرستو تورن دي.
دوى په هر راز وسلو او پوځي الوتكو سمبال دي چي د سريلانكا حكومت ته يې غټ سر خوږى پيدا كړى دئ.
د تاميل پړانګانو ته د توپ او طيارې د جنګونو په اوسني دوران كي د لومړني ځانمرګي بريد وياړ ورپه برخه دئ.