کور / تازه خبرونه / د افغان مهاجرينو پر ضد عمليات پيل سول

د افغان مهاجرينو پر ضد عمليات پيل سول


په باجوړ ايجنسي كي د حكومتي چارواكو له خوا افغان مهاجرو ته درې ورځي وركړل سوى وخت نن پاى ته ورسېدئ، چي له مخي يې بايد افغانان له سيمي څخه وتلي واى.
د باجوړ ايجنسي ځايي چارواكو د اختر د مباركۍ پر ځاى په زرونو افغان مهاجرو ته چي له كلونو راهيسي هلته مېشت دي درې ورځي وخت وركړى و چي بايد دغه سيمه پرېږدي.
د خبرونو له مخي د مومندو قومي لښكر په باجوړ ايجنسي كي نن د افغان مهاجرو لټون پيل كړى، چي په سيمه كي پر ټولو تاڼو باندي يې زيات شمېر افغانان راګرځولي دي.
د ايجنسۍ چارواكي وايي دا ګام يې په باجوړ كي د امنيت د ټينګښت او سولي د راوستو په خاطر پورته كړى دئ.
له باجوړ څخه افغانستان ته را ستانه سوي مهاجر وايي تر اوسه نه د ملګرو ملتونو او نه هم افغان يا پاكستاني چارواكو له خوا كومه مرسته ورسره سوې ده.