هند: د فلمي ستوري زوى د نشې په تور ونيول سو

34 | اکتوبر 6th, 2008



په ممبيى ښار كي پوليسو پر يوه بار باندي چاپه ووهله چي په بار كي موجود ۲۳۵ كسان يې ټول له ځان سره بوتلل.
پوليس وايي له بار څخه يې راز راز نشيي مواد ترلاسه كړي چي اوس يې بنديان د ښار روغتونو ته د وينو د معايناتو دپاره لېږلي دي.
په نيول سوو كسانو كي د باليووډ سېنما د مشهور ستوري شكتي كپور زوى هم شامل دئ.

Copyright Larawbar 2007-2024