کور / تازه خبرونه / يوپنځه کلن ماشوم ورسته ترجنسی تیری وژل شوی!

يوپنځه کلن ماشوم ورسته ترجنسی تیری وژل شوی!

په زابل کی دیوه پینځه کلن ماشوم مړی ورسته تر هغه ومندل شو چی پر نوموړی ماشوم لمړی جنسی تیری شوی و.
دزابل دعامی روغتیا چارواکی وایی چی ددوی معایناتو داوښوده چی پر ماشوم لمړی جنسی تیری شوی او ورسته وژل شوی دی

ددغه پینځه کلن ماشوم مړی ددوشنبی په ورځ دزابل مرکزدملابرات په کلی کی وموندل شو .
دزابل دعامی روغتیا یو تن ډاکترحکمت الله وایی ددوی د معایناتو له مخی پر نوموړی ماشوم لمړی جنسی تیری شوی او ورسته وژل شوی ده .

دماشوم پلارعبدالرحمن چی دخبل زوی په مړینه یی اوښکی تویولی په ژړغوونې لهجه داسی وویل :پرون ماپښين مهال دری بجی می زوی له کوره نادرکه شوواونن سهارمودهغه مړی په داسی حالت کی وموندچی په ډیره برحمی سره وژل شوی دی

که څه هم تردا مهاله دوژل شوی ماشوم عامیلین نه دی معلوم ،خو دولتی چارواکی وایی دوی یی دنیولو په لټه کی دی .
داپه داسی حال کی ده چی تر دی وړاندی هم دزابل به سیوری ولسوالی کی پر یوه بل ۱۲ کلن ماشوم هم جنسی تیری شوی وو خو هغه محال چارواکی دعامیلینو په نیولو بریالی نه شول….