کور / تازه خبرونه / په پاکستان کښي د لوړو چار واکو د ټرور اندېښنه

په پاکستان کښي د لوړو چار واکو د ټرور اندېښنه

د پاکستان د کورنيو چارو د وزارت ددې هيواد لوړو مقاماتو لکه جمهور رئيس، وزيرن او د سياسي ګونو مشرانو ته ويلي دي چي خپل سياسي فعاليتونه او تلاښونه محدود کړي .

د عربستان خبري اژانس خبر ورکوي چي د پاکستان د کورنيو چارو  وزارت اعلان کړی دی چي د هغه اطلاعاتو له مخي چي دغه وزارت  د پاکستان د امنيتي شبکو نه تر ﻻسه کړی دئ داوېره شته چي، ځيني ټرويستي ډلي ټپلي داسي  پتيېلی وي چي د پاکستان لوړ کچي  چارواکي لکه  جمهور رئيس،صدراعظم ، وزيران او نور لوړ رتبه  چارواکي په راتلونکو ورځو کي ترور کړي .

 د پاکستان د کورنيو چارو  وزارت وايي چي د جمهور رئيس،صدراعظم ، وزيرانو او نورو لوړ رتبه  چارواکو د ساتني او محافظت اقدامات يې تند کړي دي او داسي پټي طرحي يې تر ﻻس ﻻندي نيولي دي چي د دغو چارواکو د راشه درشه پروګرام دوی پخپله جوړ کړي .