کور / تازه خبرونه / ميدان وردګ : د ټول ټاكنو دلړۍ دنوم ليكنې لومړۍ مرحله

ميدان وردګ : د ټول ټاكنو دلړۍ دنوم ليكنې لومړۍ مرحله

د تلې په پنځلسمه نيټه په ميدان وردګ ولايت كې دټول ټاكنودنوم ليكني  بهير لومړى مرحله د يولړ مراسمو په ترڅ كې  پيل شوه :


دنوم ليكنې مراسم د ميدان وردګ والي محمد حليم فدائي لخوا رسماَ دپټۍ په پريكولو سره پيل شول ، ښاغلي محمد حليم فدائي په خپل يو پيغام كې د ټول ټاكنو د نوم ليكنو بهير ته راغلو زرګونو خلكو ته وويل (ځان كانديدول او رايې وركول د هرانسان طبعي او شرعي حق دى چې كولاى شي د همدې لارې د خپلې خوښې نظام په ټاكلو كې برخه واخلئ ،په هره اندازه چې تاسو وڼده واخلئ په همغه اندازه ستاسو امتيازات او ونډه ټاكل كيږي) وروسته ښاغلى فدائي خپله د نوم ليكنې مركز ته ولاړو او رايې وركولو كاټ يې ترلاسه كړو او ورپسې په زرګونو قومي مشرانو،دولتي او نا دولتي ادارو منسوبينو او ولايتي شورا وكيلانو د نوم ليكنو مركزونو څخه كاټونه ترلاسه كړل.

د ټول ټاكنو د نوم ليكنې بهير څلور مرحلې لري چې لومړى مرحله يې  په څوارلس ولايتونو كې نن پيل شوه.دټول ټاكنو د بهير د نوم ليكنې دغه مركزونه دميدان وردګ ولايت په ټولو اتوولسواليوكې په اتلسو(۱۸) مركزونو او (۹۰) محلونو كې د تلې په ۱۵ نيټه پيل شو چې دغه بهير به يوه مياشت دوام وكړي اود لړم دمياشتې په ۱۴ نيټه به پاى ته ورسيږي  په دغه مركزونو كې  دنارينوو او ښځينه لپاره بېلابېل  دنومونو دثبت ځايونه مشخص شوې دي هرڅوك كولاى شي چې د نومونو د ثبت مركزونه ته ولاړ شي او خپل نومونه د جمهوري رياست او ولايتي شوراد ټاكنو لپاره ثبت كړي اود رايې اچونې كاټونه ترلاسه كړي.

ديادونې وړ ده چې په ميدان وردګ ولايت كې د ټول ټاكنو بهير سره د مرستې غږ له دمخكې څخه دميدان وردګ ولايت والي محمد حليم فدائي  د قومونو سره د غونډو او ناستو پرمحال كړې وه او هغوى  ته يې د ټول ټاكنو د بهيرپه اهميت او ارزښت په اړه هراړخيزه ويناوې كړې وى  چې له نيكمرغه د دغه بهير په چټكتيا كې  ټولو ولسونو پراخه ونډه اخيستې ده او دغه بهير به دكاميابې تر بريده ورسوي.