کور / تازه خبرونه / د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د کابل چاپ ورځپانو ته کتنه

د ارادې خپلواکې ورځپاڼې د افغانستان د دفاع د وزیر په حواله په یو مطلب کې لیکلي دي چې جنګ د ستونزو د حل لاره نده.


ورځپاڼې په یو بل مطلب کې په افغانستان کې د برطانیې د یو جګ پوړي قومندان مارک کارلټن سمیټ  دا سپارښتنه راغستې چې برطانیه باید له طالبانو سره روغه جوړه وکړي.


ورځپاڼه د موضوع په دوام د نوموړي قومندان په نقل لیکي چې په افغانستان کې بشپړ پوځي بریالیتوب نا ممکن دې او کیداې شي طالبان د افغانستان د لانجې د اوږد مهاله حل لارې برخه واوسي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د سولې لپاره روانو هڅو ته کتنه کړې خو لیکلي دي چې دا کار د طالبانو د پریکنډه ګډون پرته ناشونې دې.



د هیواد دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان ددفاع د وزیر په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او لیکلي دي چې ولس پیاوړې پوځ غواړي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې د پاکستان د استخباراتو د ادارې په توطعو تبصره کړې او لیکلي دي چې دغه سازمان له مدهب نه د یو خنجر په توګه کار اخلي.


په ورځپاڼه کې هغو هڅو ته هم کتنه شوې چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره روانې دي خو لیکلي دي چې پدې بهیر کې ټولو ته برخه اخستل پکار ده.



د هشت صبح نا دولتي ورځپاڼې د افغانستان ددفاع د وزیر وروستیو څرګندونو ته په اشارې لیکلي دي چې د هیواد د ملي پوځ  پیاوړې کیږي څو د عملیاتو مشري په غاړه واخلي.


ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د طالبانو مخ په زیاتیدونکو فعالیتونو ته په اشارې برطانویان یی ددې فعالیتونو په ملاتړ  تورن کړیدي.


ورځپاڼې د هرات ولایت د لرغونو اثارو د غلا او د هغو د موندلو لپاره د روانو هڅو په اړه هم یو تفصیلي رپورټ خپور کړې دې.



د ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په افغانستان کې د برطانوي ځواکونو د جګ پوړي قومندان په وروستیو څرګندونو تبصره کړې او د هغه په حواله يې  لیکلي دي چې له طالبانو سره معامله باید د خبرو د میز په سر وشي.


ورځپاڼې په یو جلا څیړنیز مطلب کې هڅه کړې چې د افغانستان د روانې ستونزې د حل لاره بیامومي.


ورځپاڼې د افغانستان د سوداګرۍ د وزارت د نفتو او ګازو په ریاست کې د میلیونونو ډالرو د اختلاس خبر هم ورکړې دې.



د ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې پخپله سرمقاله کې د افغانستان د شمالي ولایتونو  امنیتي حالت څیړلې او لیکلي دي چې ددغو ولایتونو حالت له توفان نه مخکې ارامۍ ته ورته دې.


ورځپاڼې د افغانستان د عامې روغتیا د وزیر دا څرګندونې هم راغستي چې ویلي دي په افغانستان کې د کولرا د ناروغۍ د خپریدو په اړه  راپورونه تر ډیره سیاسي رنګ لري چې د یو ګاونډي هیواد لخوا خپاره شویدي.


ورځپاڼې په یو جلا مطلب کې دا خبر ورکړې چې ډیر زر به په کابل کې سوالګري منع اعلان شي.



د اصلاح او انیس دولتي ورځپاڼو هم د افغانستان او سیمې په روانو حالاتو خبرونه او تبصرې خپرې کړیدي.


انیس پخپله سرمقاله کې د برطانیې د یو قومندان هغه څرګندونې ناسمې بللې چې په افغانستان کې د روانو پوځي عملیاتو د ناکامۍ په اړه کړې وې.


خو اصلاح بیا په هرات کې د لرغونو اثارو په لوټولو خواشیني څرګنده کړې او د هغو د خوندي کولو غوښتنه يې کړیده.



د پیمان نا دولتي ورځپاڼې بیا د افغانستان د دفاع د وزیر په حواله لیکلي دي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ګډ ځواک د جوړولو طرحه لا کومې نتیجې ته نده رسیدلې.


دې ورځپاڼې بیا د دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو په اړه منفي نظر خپور کړې او ویلي دي چې دا خبرې به رغنده نه وي.


ورځپاڼې په عینې حال کې دا هم لیکلي دي چې طالبان ولس مشر ته راې ورکوي.