کور / شعر / دسولي لارويانو ته ډالۍ

دسولي لارويانو ته ډالۍ

ځوانانوويښ شئ په وطن کې موبدلون راوړئ
سوله شعارکړئ تردی نوم په کې سمون راوړئ
د څولسيزو غميزو کيسه  نور خطمه کړئ بس
دجنګ او سولې  مينځ کرښه د تړون  راوړئ
****
زاړه فکرونه  بدلول  يو ځوان  قوت  غواړي
ننګ دپښتون دوطن عشق ملي وحدت غواړي
دنوي عصر تقاضا سره ژوندون  پيل  کړئ
داسې اقدام  يوښه اخلاص دصداقت غواړي
****
موټۍ را ونغاړئ رښتيني مسلمان په نامه
سرونه پورته په شمله کړئ دافغان په نامه
مينه کړۍ په کړۍ تاوه کړئ د سولې په نوم
فضا ته پورته شئ زمونږ ملي ارمان په نامه
****
فضا ته پورته شئ پښتون ته يو ارمان راوړئ
 شلم پيړۍ نه د وختو نوهغه ځوان (١ )راوړئ
چې نړيوال ورته حيران شي دعلميت په نامه
عبدالاحد مهمندپه شان يوښه افغان  راوړئ
****
خويندو راځئ چې دملالۍ ميوندبياوګټو
سوله  سندره کړو غيرت  مو  د بابا وګټو
بيادنازوپه ارمانونو باندې  پل پورته کړو
بيا تراټکه پوری لاړشو پښتونخوا وګټو
****
پردي راغلي څنګه مونږ لره ژوندون جوړوي؟
جنګ بهانه ده اسارت ته يو مضمون جوړوي
ځوانانو ورکړئ دوحدت لاس دقران په نامه
غرونه لعلونه لري خداې چې پری جنون جوړوي
****
ځوانانو ويښ شئ ددی عصر تقاضا يي تاسو
دا تياره شوې ژوند ته زيرې د صبا يي تاسو
 دتورټوپک دخولۍ خبرو باندې نه جوړيږي
علم موخپله کړئ ډ يوه راوړئ  رڼا يي تاسو
****
دا  در يد لې  وطن تاسو نه  ا لهام  غواړي!
سوله  يي مينه ده  دمينې خوږ جانان غواړي
دشاه جهان غوندې وطن نه تاج محل جوړکړئ
جنون د مينې ليونتوب کې نور جهان غواړي
****
د جلا لا د ګو در غاړی ته  راځه  جانانه
دکونړسيندسره څپوکې شه نغمه جانانه
ماته د سولې ترانو کې خوږ سندري وايه
شه دننګرهارپه لوړوغرونوکې ټپه جانانه
****
 ځوانانو سپين جامې اغوستي پښتونخواګټي
سوله يي موخه ده اوس خان ولي  بابا  ګټي
حفيظه  ستا  د ارمانو نو غوټۍ ګل  کړيدي
داسيا زړه کې بيا يو تخت د احمد شاه ګټي


ګرانو لوستونکو:- دلته دشلم پيړۍ ځوان ١اولين افغان فضانورد عبدالاحد مهمندڅخه يادونه شويدی .