کور / ترخې خبري / د افغانستان اوسنی دولت که د پخوانیو جنایتکارانو اصلي څیره!!!

د افغانستان اوسنی دولت که د پخوانیو جنایتکارانو اصلي څیره!!!

د طالبانو د امارت تر ظاهري ړنګیدو او د نوی انتخابي دولت په راتلو سره ډیر خلک په دې آند وه چې اوس به نو افغانستان جوړ شي او افغانان به د سوکاله ژوند خاوندان شي. دوی خپل ددې خبرو او هیلو د تثبیت لپاره امریکا او د هغې ملګري رامخته کول او زیاترو خو په ډیره مغرورۍ سره ویل چې امریکایان ماماګان مو تر شا ولاړ وي نو وطن او ولس به مو ګل او ګلزار شي خو وخت دا وښودل چې نوموړي خلک څومره غلط وه!؟
زموږ دغه ښاغلیو کله دا فکر هم ونه کړ چې د اسلام او کفر ترمنځ دوستي د رسول اکرم(ص) د بعثت څخه بیا تر اوسه پورې شوی ده او که دا لومړی ځل دی چې موږ ورته لیواله یو؟ که چیرې د اسلام او عیسویت د منحل کیدو امکان وای نو بیا خدای(ج) ولي نوی کتاب او پیغمبر رالیږه او ولی یې عیسویت لغوه کاوه؟
موضوع به نه اوږدوم او اصلي ټکي ته به راشم. کله چې د بن په غونډه کې ښاغلی کرزی د افغانستان مؤقت ولسمشر شو نو بیا په ډیرو افغانانو کې د هیلو غوټۍ راوټوکیدې.
ده ښاغلې په خپلو پستو، نرمو او مکرجنو الفاظو ډیر افغانان وغولول او د ځان خواته یې راجلب کړل خو دده دا طلسم او جادو ډیر وخت ونه نیوی او هر چاته دده اصلي څیره د لمر په شان بربنډه شوه. افغانانو په تیره بیا پښتنو چې د هر رژیم له خوا په ډیره بې رحمۍ سره ځپل شوي دي او لاهم ځپل کیږي او ټکول کیږي، دا هیله لرل چې ګوندي ددې ښاغلي په راتلو سره افغانان یو څه د ښه ژوند خاوندان شي خو خدای(ج) ددوي دا ارمان هم پوره نه کړ، زه نه پوهیږم چې ولی خو بیاهم د لږ فکر کولو څخه وروسته داسی وانګیرم چې د افغانانو څخه الله(ج) خفه دی ځکه نو زموږ هر ارمان په اوبو لاهو کیږي.
پښتانه د هیچا سره تعصب نه لري او دوی فکر کاوه چې ولسمشر کرزی به د ټولو قومونو تر منځ ورورولی او یوه سالمه فضا منځ ته راوړي خو
افسوس!!!
دوی هیڅکله هم داسی تصور نه کاوه چې دا ښاغلی د پښتانه په بڼه کې هغه ستمی او مسعودی ماردی چې تر ټولو لویه دښمني یې د پښتنو سره ده او خپل په دغه ستمی نیښ به چې د غربي زهرو ډک دی تر ټولو لومړی پښتون وهي چې دا یې په ثبوت ورسول.
د پښتنو پر سیمو بمبار کیږي، قتل عام شروع دی، مځکی یې په زور ولکه کیږي، په عزت او مال یې لوبي کیږي خو ددې سره سره یې بیا هم پر زخمونو مالګه دوړول کیږي او ورته ویل کیږي چې دا خپل له لاسه درپیښه ده که چیرې تاسو د دولت مخالفینو ته ځای ورنه کړئ نو دداسی پیښو سره به نه مخامخ کیږئ.
اوس پوښتنې مطرح کیږي چې کوم دولت او کوم مخالفین؟ آیا طالب د همدې خاوري بچی نه دی؟ آیا طالبان(په اصل کې پښتانه) باید له یوه مخې د افغانستان او ځمکی څخه ورک شي؟ آیا همدې ناکامی، فاسدی او ظالمی ادارې ډیر خلک طالبان نه کړل؟
په نړۍ کې هغه قانون چې ځان پر حق ګني او نړیوال هم ورسره موافق وي کولای شي چې یو بل قانون لغوه کړي نو اوس راځئ دا فیصله په افغانستان کې وکړو او د کرزي صاحب اوسنی اداره د طالبانو د رژیم سره پرتله کړو:
* د طالبانو د رژیم په وخت کې خو یوه نفر کولای شول چې په سلهاوو زره ډالر په شا کړي او بې له کومه ډاراو بیری یې د بولدک څخه بدخشان ته یوسي خو اوس چې یو څوک په بانک کې حساب لري لا هم بیریږي وای هسی نه چې هلته هم چارواکی لاس رسی پیدا کړي دا لا څه چې خلک خپل په کورونو کې هم خوندي نه دي او د زورواکو او د پولیسو په جامه کې تجربوي غلو څخه شیبه په شیبه کړیږي.
* د طالبانو په ټوله دوره کې هیڅ کومه داسی پیښه چا ثبت نه کړل چې پریو چا دي په زوره جنسی تیری شوی وي خو په اوسنی دوره کې دا ناوړه کار ورځنی عمل ګرځیدلی دی او یواځی په دغه فرض روژه کې ۳ پیښې ثبت شوی دی چې ټولی د همدې ادارې د لوړ پوړو چارواکو او ددوی د نازولو ځامنو له خوا ترسره شوی دي.
* د طالبانو د رژیم په وخت کې هر مجرم ته د اسلامي قانون مطابق چې بنسټ یې قرآن کریم دی د هغه د جرم مطابق سزا ورکول کیده چې همدې اسلامي قانون وکولای شول چې د طالبانو په څو کلنه دوره کې ټول جرمونه صفردرجې ته راټیټ کړي خو اوسنی دولت مجرم ته نوره ترفیع او لوړه رتبه ورکوي ترڅو نوموړئ او نور کسان نور هم تشویق شي چې هر راز کرغیړنو عملونو ته لاس وراچوي.
* د طالبانو آمر په یوه امر د تریاکو کښت بند کړ او په ټول هیواد کې چا یو بوټی هم ونه لیدی خو په اوسنی دولت کې کال پر کال ددې ناروا کښت کرکیله زیاتوالی مومي او څنګه به زیات ونه کرل شي چې د جلالت مأب خپل ورونه او دکورنۍ نور غړي ستر قاچاقبران وي.
قتل، غلا، بې عزتي، بډي او رشوت، بې حیایي، دتوکو قیمتي او په سلهاوو داسې نور لوی لوی جرمونه د ښاغلی کرزي او د هغه د ادارې هغه بنسټیز صفتونه دي چې باید هغه پرې د هغه د بادارانو له خوا د سروزرو په یوه نړیوال میډال ونازول شي.
یو ولسمشر چې د څو امرونو سره سره د یوه تلویزون څخه یو سریال نه شي بندولای هغه به د شنډنډ د شهیدانو څه بدله واخلي؟؟؟
په دې هیله چې قهار خدای(ج) پر موږ باندی مهربان شي او په خپل رحم او پیرزوینه موږ ته داسی یو څوک راواستوي چې په رښتیا سره یې په زړه کې د هیواد، ولس، دین او ژبي د خدمت احساس وي او په مکمله توګه خپلواک وي نه غلام او ګوډاګی!!!