کور / تازه خبرونه / امریکا ډیری نوري جاسوسي الوتکي راغواړي

امریکا ډیری نوري جاسوسي الوتکي راغواړي

کرسچن ساینس مانیټر ورځپاڼي نن د پنتاګون د باخبره منابعو په قول ولیکل چی د امریکا د دفاع وزارت غواړی چی افغانستان ته څه باندی دیرش نوری جاسوسی او اکتشافی الوتکي ولیږی . پنتاګون اراده لری چی د افغانستان پر فضا « په هوا کی سترګي » ولری . دغه الوتکی چی د کوچنیو څخه تر غټو پوری پکښی شاملی دي بې پیلوټه او په ریموټ کنټرول سره الوزی او په زرګونو عکسونه او راپورونه پر مځکه هغو پوځیانو ته ورکوی چی په لېپ ټاپ کمپیټرونو مجهز او د سټیلایټ سره مستقیم تماس لری . دغه الوتکی په ۶۵ زره فټه ارتفاع کی الوزی او څلیرویشت ساعته به د افغانستان او ډیورنډ پر آخوا فضا باندی خپلی سترګی غړوی او هر خوځنده او مشکوک حرکت به څاری . پنتاګون وایی چی د نورو پوځیانو تر رارسېدو پوری دا عاجل اقدام ډېر لازمی دﺉ .