کور / تازه خبرونه / ډيرئ عام وګړي د ناسمو استخباراتي معلوماتو قرباني کيږي

ډيرئ عام وګړي د ناسمو استخباراتي معلوماتو قرباني کيږي

د تاند ويبپاڼې له يوې سروې يا نظرپوښتنې سره سم اکثره افغانان د نړيوالوځواکونوله لوري دملکي تلفاتوعلت ناسم استخباراتي مالومات ګڼي .


له دې نظرپوښتنې سره سم چې دهرات په شينډنډ ولسوالۍ کې دائتلافي ځواکونو له لوري د کابو سلو ملکي خلکوله وژل کېدو وروسته ترسره شوې ،په څه باندې درې سوه شپېتوتنونظرورکوونکوکې ترنيمايي لږڅه زيات کسان (دوه پنځوس اعشاريه يوفيصد) په دې باوردي چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه پرغلطواستخباراتي مالوماتواتکاکوي اوهمدا مسئله په افغانستان کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې د زياتېدو سبب شوې ده .


د تاند په دې نظرپوښتنه کې په دوهمه درجه ډېروکسانوباوردرلود چې د بهرنيو ځواکونوله لوري ځکه د ملکيانووژنې زياتې شوي چې هغوى په سيمه کې د خپل حضورموده اوږده کړي .


تاند ويبپاڼه چې دافغانستان خبرونه اوتحليلونه خپروي ،هرڅه موده پس پربېلابېلوسياسي اوټولنيزو مسايلونظرپوښتنې هم کوي.


په تېرو اووکلونوکې روان کال دافغانانولپاره ترټولوخونړى کال وو.داسوشيتيد پريس خبري آژانس له شمېرنې سره سم سږکال څلورزره شپږسوه افغانان په تاوتريخوالوکې وژل شوي .ويل کېږي چې په وژل شويوکسانوکې نژدې يونيم زر ملکيان دي .