کور / تازه خبرونه / د کرزي ورور اتهامات په کلکه رد کړل

د کرزي ورور اتهامات په کلکه رد کړل

اسوشیټیډ پریس او د امریکا ایم ایس ایم خبري شبکې د کندهار څخه خبر ورکړ چی د حامد کرزي ورور احمد ولی کرزي هغه تورونه په کلکه رد کړل چی وایی دﺉ د هیرویًینو په کار وبار کی لاس لری . دا خبر دوې ورځی مخکی په نیویارک ټایمز کی د سپینی ماڼۍ د دوو لویو مامورینو له قوله ( چی نومونه یې نه وو ښودلي ) خپور سوی و . خو احمد ولی کرزي په یو مطبوعاتی کنفرانس کی وویل چی « زه حاضر یم چی په خدای سره قسم یاد کړم او زما د اولادونو په سر قسم واخلم چی ما هیڅکله هم په خپل ژوند کی د مخدره موادو په ارتباط هیڅ هم نه دي کړي ، نه پخوا نه اوس او نه به یې هم په آینده کی وکړم . » ده زیاته کړه چی « که هر چا دا خبره ثابته کړه نو ما دې په کندهار کی وځړوی . » ده زیاته کړه چی دﺉ د هغو امریکایی لوړ رتبه مامورینو هدف ګرځېدلی چی غواړی په افغانستان کی د ده د ورور واک منهدم کړي . ده وویل چی « دا ټول اتهامات سیاسی تحریکات دي او زه د ناولي سیاست قربانی سوی یم . » ولی کرزي زیاته کړه چی امریکایی عالیرتبه مامورین ځکه په قهر دي چی د ده ورور امر کړﺉ چی په افغانستان کی دې د امریکا او ناټو پوځی تګلاری تر بیا کتنی لاندی راسی . ده ددغو تور لګونکو څخه وغوښته چی خپل تورونه دې په محکمه کی ثابت کړی: « دوی څنګه دا ثابتولای سی چی زه مقصر یم ؟ اصلی سوال هم همدا دﺉ او د دوی د خبري په مقابل کی دا زما اعلان دﺉ . »