کور / تازه خبرونه / پنجاب : انتحاری حملې ۲۶ کسه ووژل

پنجاب : انتحاری حملې ۲۶ کسه ووژل

د پاکستان « نیوز » ورځپاڼی خبر ورکړ چی د پنجاب په « بکر » کی د یوې انتحاری حملې په نتیجه کی ۲۶ کسه مړه او ۶۲ نور هم ټپیان سول . دا بمی حمله د ایالتی شورا د نماینده رشید اکبر نورانی په استوګنځی کی وسوه خو هغه شخصأ سطحی زخمی سوی دﺉ . خبر وایی چی د ځان وژونکي سر او بمی واسکټ موندل سوي او هم افغانی پیسې ورسره پرتې وې . د دې حملې مسؤلیت تر اوسه چا نه دﺉ منلی خو ګڼ شمېر شکمن خلک نیول سوي دي .