کور / تازه خبرونه / جرمنی افغانستان ته خاص ځواکونه نور نه لیږی

جرمنی افغانستان ته خاص ځواکونه نور نه لیږی

رویټر خبر ورکوی چی جرمنی خپل چڼلي ( کی ایس کی ) خاص پوځیان افغانستان ته نه لیږی . جرمن خارجه وزارت اعلان وکړ چی دا تصمیم په جرمنی کی د زیاتو رایه ورکونکو او کیڼ لاسو سیاست والو د ناخوښۍ له امله کیږی . د دفاع د وزارت ویندوی وویل چی په نوامبر کی به موږ د ۱۰۰ خاصو ځواکونو ( کی ایس کی ) ورلېږل تم کړو ، خو عادی پوځیان ( سوله ساتونکی ) به مو خپل مأموریت هلته منظمأ مخته بیایی . جرمنی دا تصمیم هم لری چی د ناټو تر قوماندې لاندی خپل نور ۱۰۰۰پوځیان هم افغانستان ته د پارلمان تر منظورۍ وروسته ولیږی ، خو خاص ځواکونه به نور هلته نه ورلیږی .