کور / تازه خبرونه / پنتاګون : زموږ یو پوځي ووژل سو

پنتاګون : زموږ یو پوځي ووژل سو

د امریکا د دفاع وزارت نن رسمأ ومنل چی د دوی یو پوځي د اکتوبر پر دوهمه د افغانستان په قره باغ کاریز کی د سړک د غاړي د ماین په اثر ووژل سو . خبر نور تفصیلات ورنه کړل . امریکا په افغانستان کی تقریبأ ۳۴۰۰۰ پوځیان لری او تر اوسه یې د تلفاتو شمېر ۶۱۰ ته رسېدلی دﺉ .