کور / تازه خبرونه / ناپېژاندو څلور کلن ماشوم په بې رحمۍ حلال کړی.

ناپېژاندو څلور کلن ماشوم په بې رحمۍ حلال کړی.

ناپېژاندو د زابل ولایت د مرکز قلات ښار سره نېږدې برات په سېمه کې یو څلور کلن ماشوم په ډېره بې رحمۍ حلال کړی، دوی ماشوم د شپې له کوره تښتولی او بیا یې په چاړه حلال کړی ، دغه څلور کلن ماشوم اسدالله نومېده، د هغه کورنۍ وايي چې دوی له چا سره کومه بدي نه درلوده.
د زابل د یوه روغتون ډاکټر ویلي چې ښايي په ماشوم جنسي تېری لومړی شوی وي او بیا یې حلال کړی وي ولې پولیس او د اسد الله کورنۍ دا نه مني.