کور / تازه خبرونه / ملګری ملتونه : افغان جګړه پوځی ګټل نه لری

ملګری ملتونه : افغان جګړه پوځی ګټل نه لری

رویټر د کابل څخه لیکی چی ملګری ملتونه وایی چی د افغانستان جګړه یوازی په پوځی طاقت سره نه سی ګټل کېدای بلکی د سیاسی خبرو اترو پروسه باید ور شامله سی . د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استاځي « کای ایدی » په کابل کی وویل چی ما تل هغو کسانو ته چی د پوځی زور خوا یې نیولې ، ویلی دي چی موږ تر بل هر شي سیاسی زور او طاقت ته اړتیا لرو نه پوځی زور ته . موږ ټول ښه پوهیږو چی دا جنګ په نظامی زور نسی ګټل کېدای بلکی هغه باید د سیاسی ذرایعو په واسطه وګټل سی چی هماغه سیاسی تړون دﺉ . د ده دا خبري د هغه برتانوی قوماندان تر اعتراف وروسته کیږی چی ویلی یې وو دا جنګ نه سی ګټل کېدای بلکی د ستراتیژیکی تهدید د حالت څخه یې ایستلی سو او بس . خو د امریکا د دفاع وزیر رابرټ ګېټس د برتانوی قوماندان او کای ایدی دواړو څرګندونی رد کړې او خپل دریځ یې تکرار کړ چی موږ به د پوځی طاقت له لاری طالبان ماتوو .