کور / شعر / غزل…………..

غزل…………..

په مخه راغله تله پر لاره غزل
پرون په لاس راغله تياره غزل
بېګا مي سترګه پټه کړې نه ده
را ورېدله تر سهاره غزل
خدايزده جادو دى، که پېرى دى پکښې
سم سړى وباسي له کاره غزل
څومره به ښه واى چي ته هم شاعر واى
سړي به اورېده له ياره غزل
دغه زوى مړې مي حال ونه وايي
پټه ساتم ځکه له ډاره غزل
که يې هر څو چپوي بل لوري ته
د يار پر لور ځي له بهاره غزل