کور / خبرتیا او پيغامونه / افغانستان کوربه تنزانیا ته په ۸ منډو ماتې ورکړه

افغانستان کوربه تنزانیا ته په ۸ منډو ماتې ورکړه

افغانستان په تنزانیا کې د ۲۰۱۱ کال نړیوال کپ ته درسېدو په څلورم پړاو کې خپله درېیمه سیالۍ هم وګټله ، نن چې لوبه پيل شوی افغانستان لومړی بېټېنګ وکړ، د افغانستان تکړه بېټسمین کریم صادق ژر وسوځېد دافغانستان لوبډلې بخت له لاسه ورکړ ولې بیا له ډېره وروسته شفیق الله شفیق ښې منډی جوړی کړې، هستي ګل هم یو ځل بیا وښوده چې په بال او بېټ کې اتل دی. د افغانستان بالېنګ هم ښه روان وو ولې یو دم منډی زیاتې شوې بیا منډی په ولکه ونېول شوي او د تنزانیا د لوبغاړو زړه ښه نه شو.


تنزانیا چې هغه مهال چې ۷۱ منډی کړې وی بخت ورسره یاري وکړه باران شو، دافغانستان منډی ورته نوری هم کمې شوی، یعنې ۱۳۹ شوې، تنزانیا له باران وروسته لوبه ډېر سخته افغانستان ته تمام کړه ان تر دی چې د شپږم او اووم ویکټې ترمنځ غټ ګډی منډی وشوی. تنزانیا ټولې ۱۳۰ منډی وکړی اتل هستي ګل دوه ډېر مهم لوبغاړي وسوځول، هستي ګل دری ویکټې واخېستې، بیا محمد نبي ښه لوبه وکړه هغه هم دری تنه وسوځول، احمد شاه احمدي هم نن ښه لوبه وکړه، دولت احمدزي د بالېنګ ښه پيل وکړ هغه دوه اورونه مېډن کړل. حمید حسن د افغانستان د لوبډلې چې پانګه بلل کېږي هم دری ویکټې واخېستې. وروستی لوبغاړی محمد نبي عیسی خیل وسوځاوه، نبي بال وکړ او کیچ ویکټ ساتونکي کریم خان صادق ونېاوه.


وروسته له سختې محمد نبي د تنزانیا بل لوبغاړی وسوځاوه. یو بل پاتې دی. قهرمان حمېد حسن یو بل هم چپ کړ. د اتلې مور زوی هستي ګل عابد د تنزانیا سرسخته لوبغاړی وسوځاوه ، هغه په یوازی سر ۳۷ منډی کړې وی ، اصغر کیچ ونېاوه. پس له ډېری سختې افغان بالرانو د تنزانیا بل لوبغاړی وسوځاوه، اوس تنزانیا ۱۱۲ منډی لري. اوس سمیع شینواری او محمد نبي بال کوي. د لوبڅارنانو لوبه راکمه کړه ۴۶ اورونه به اوس کېږي، دافغانستان هدف چې ۱۴۳ وو اوس ۱۳۹ وټاکل شو. تنزانیا بیا لوبه په ولکه کې ونېوله، اوس سمیع الله شینواری او محمد نبي بالېنګ کوي. د پنځم لوبغاړي کیچ ریس احمدزي ونیاوه. د حمید حسن بال وو. باتور او مېړني حمېد حسن دتنزانیا ۵ لوبغاړی وسوځاوه. تکړه سپنر بالر محمد نبي عیسی خیل څلورم لوبغاړی وسوځاوه، نبي بال وکړ او اصغر ستانکزي کیچ ونیوه.


تنزانیا په شلو اورونو کې ۵۰ منډی وکړی دری یې سوځېدلي، محمد نبي عیسی خیل چې سپنر دی په اول اوور کې یوه منډه ورکړه. مېړني او تکړه فاسټ بالر حمید حسن د تنزانیا په لومړي نمبر کې راوتی بېټسمین فاټیل وسوځاوه، هغه ۸ منډی کړې وی. دا لوبغاړی حمېد حسن وسوځاوه. حمېد حسن خپل لومړی اوور مېډن کړی، منډه یې ورنه کړه ، احمد شاه احمدي هم ، یعنې شپاړسم او اولسم اورونه بې منډی خلاص شول. شپاړسم اوور د افغانستان تکړه بالر حمېد حسن کوي، هغه د تنزانیا په لوبه کې تر ټولو ډېر تېز بالر بلل کېږي. افغان بالرانو ۱۵ اورونه کړي، د تنزانیا دوه سوځېدلي. ۴۰ منډی شوي دي، هستي ګل ۷ اورونه وکړل ، یو لوبغاړی یې سوځېدلی، خو ۲۴ منډی یې ورکړي. احمد شاه احمدي خپل اوور مېډن کړ، یعنې د تنزانیا لوبډلې منډه پکې ونه شوه کړای. توریالي او مېړني هستي ګل عابد دریم اور هم مېډن کړ، یعنې منډه یې ور نه کړه. احمد شاه احمدي د اول اور په څلورم بال د تنزانیا دوهم لوبغاړی وسوځاوه، هستي ګل پنځم اوور مېډن کړ.


د هستي ګل پنځم اوور روان دی. هستي ګل هغه لوبغاړی وسوځاوه، ایل بي ډبلیو یې کړ، چې په ده یې منډی زیاتې کړی هغه د تنزانیا لوبغاړی فاتوا وسوځاوه. افغان تکړه بالر هستي ګل لومړی لوبغاړی وسوځاوه. دولت احمدزي ۴ اورونه وکړل، تنزانیا ۲۳ منډی کړي، څوک یې ندي سوځېدلي. دولت احمدزي دوه اورونه مېډن کړل. وار بیا د هستي ګل دی، خدای دی همت ورکړي. تنزانیا ۱۹ منډی کړي څوک ندي سوځېدلي. افغان بالرانو پیل ښه نه ښکاري تنزانیا ۱۹ منډی کړي، ۴ اورونه شوي دي، تنزانیا ۱۰ منډی کړي دری اوورونه شوي دي. دولت احمدزی خپل لومړی اوور مېډن کړ، یعنې منډه پری ونه شوه، هستي ګل دوهم اوور کوي، تنزانیا ۴ منډی وکړی.


د تنزانیا لوبډله بېټېنګ ته ودرېدله، دولت احمدزي لومړی اوور پیل کړی ، کومه منډه نشته. افغانستان تنزانیا ته د ۱۴۳ منډو جوړولو هدف وټاکه، نن لوبه ډېر بېکاره پیل شوه ولې په منځ کې لږ څه ښه شوه ، په پای کې هم اتل هستي ګل عابد چې بالر دی لوبه لږ څه سمه کړه ، خو ددی ټولو سره سره د افغانستان بېټسمینان نن بیا ضعیفه ول، دوی له ۱۵۰ پوری منډی جوړی نه کړی ، حمید حسن میدان ته ننوت، هستي ګل عابد وروستی وو چې وسوځېد هغه ۱۵ منډی وکړی ۲ څلورۍ یې ووهلې. یو بل لوبغاړی هم وسوځېد، افغانستان ۱۴۳ منډی کړي. هستي ګل شاباس څلوریزه یې ووهله . افغانستان ۱۳۵ منډی کړي، څلوریزه یا ۴ ووهل شوه. افغانستان ۱۳۰ منډی کړي ، ۴۴ اورونه شوي، هستي ګل او سمیع الله شینواری ولاړ دي. د تنزانیا د دوو تکړه بالران نېسرو او رحمت الله لس لس اورونه ختم شول ټولې ویکټی دوی اخیستی وی. افغانستان ۱۲۸ منډی وکړې، ۴۳ اوور روان دی. سترګې هستي ګل ته دي. وبخښئ دولت احمدزی وروستی وو چې وسوځېد، سمیع الله شینواری ولاړ دی ، ټوله لوبه هستي ګل عابد ته منتظره ده چې ښه پکې وځلیږي. هستي ګل منډه واخیسته ، دولت احمدزي ۱۵ منډی جوړی کړلې. افغانستان اوس ۱۲۱ منډی لري. سمیع الله شینواری هم وسوځېد. البته په یوه منډه سمیع الله شینواری ګڼل کېده چې ښه لوبه به وکړي.


بل لوبغاړی هم وسوځېد. اوس وار هستي ګل ته ورسېد، هغه میدان ته راغی. دولت احمدزي ۴ ووهله، افغانستان ۱۱۷ منډی جوړی کړې. سمیع الله شینواری مېدان ته ننوت، یو ه منډه یې واخیسته. د افغانستان بل لوبغاړی وسوځېد، ۷ سوځېدلي شفیق الله شفیق وسوځېد هغه تېزه لوبه وکړه ۲۵ منډی یې جوړی کړلې. شفیق جان ۲۴ منډی جوړی کړلې، دولت احمدزي ۵ منډی کړلې، افغانستان ۱۰۷ منډی لري. شفیق الله شفیق ۲۲ منډی جوړی کړي، دولت احمدزي ۴ منډ کړي. افغانستان اوس ۱۰۳ منډی لري. شفیق الله شفیق څلوریزه ووهله، افغانستان ۱۰۱ ، افغانستان ۹۶ منډی وکړې. شفیق الله شفیق ۴ ووهله، افغانستان ۹۳ منډی وکړلې، دوه دیرشم اوور روان دی. دولت احمدزی سخته مقابله کوي. لوبه بیا پیل شوه، ۶ منډ وشوی، ۸۶ منډی ټولې شوي ، ۶ سوځېدلي دي. دولت احمدزی د سپنر بالرانو په ټکولو کې ډېر ښه دی، او دا ډول شفیق هم ښه بېټېنګ کوي، تر دی وروسته اتل هستي ګل عابد هم شته، سمیع الله شینواری او حمید حسن هم په بېټېنګ ښه پوهیږي.


کریم صادق په صفر، احمد شاه ۱۲، نوروز منګل ۱۳ ، محمد نبي ۷ ، اصغر ستانکزی ۱۳، ریس احمدزي ۱۱ منډې کړي دي. اوس دولت احمدزی او شفیق ولاړ دي، ۸۰ منډی شوي دي، تکړه بالر دولت احمدزي ۴ منډی کړي . اصغر ستانکزی هم وسوځېد، اوس افغانستان ۷۵ منډی لري، ۶ سوځېدلي، ۲۶ اورونه شوي دي. افغان بېټسمینانو ۷۲ منډی کړي ، ۵ سوځېدلي ، ۲۴ اورونه شوي دي. وروستی لوبغاړی ریس احمدزی وو چې وسوځېد د هغه بال ونېول شو، ریس احمدزی ۶۴ منډی وشوی، ۱۹ اورونه شوي دي. ریس احمدزی او اصغر ستانکزی ولاړ دي، ۱۷ اورونه شوي دي، ۵۶ منډی شوي دي. د تنزانیا له خوا میتا او کاکونزی بال کوي.


افغان بېټسمینان څلور وسوځېدل، وروستی لوبغاړی محمد نبي وو چې په منډه اووټ شو، نبي ۷ منډی وکړې، احمد شاه په ۱۲ منډو وسوځېد. نوروز منګل وسوځېد، په ۱۳ منډو. افغانستان ۲۷ منډی وکړې، پنځه اورونه شويدي. احمد شاه او نوروز منګل ولاړ دي. نوروز ۱۳ منډی کړي‌ او احمد شاه ۵ منډی. نوروز منګل دری ۴ ووهلې ، افغانستان ۲۵ منډی وکړی، څلورم اوور روان دی. احمد شاه او نوروز منګل ولاړ دي، دری اورونه شوي دي ۱۱ منډی جوړی شويدي. دوه اورونه شوي دي، ۹ منډی احمدشاه ولاړ دی. د افغانستان کپټان نوروز منګل ټاس وګاټه او منده جوړولو ته یې زړه وکړ، د افغانستان یو لوبغاړی سوځېدلی، کریم صادق وسوځېده.

تبصره نسته

  1. ښې چاری!
    د افغان ملي لوبډلی ته ددی بري له امله په ځانګړي ډول د مبارکی مراتب وړاندي کوم.او همدې ټولو افغانانو ته مبارک وي.
    د سبا لوبې لپاره له ټولو افغانانو څخه د دعا هیله کوم.

    په خورا پښتانه مینه رسا

  2. سلامونه
    ډير خوښ شوم چي دا خبر مي واوريد…الله مو بريالي لره

  3. سلامونه اونیکی هیلی مو اومنی تولو لوبغارو ته او په مجموعه کی تولوافغانانو ته مبا رکی وایم .مبارک موشه مبارک مو شه مبا رک موشه…

  4. سلامونه او ښې چارې:
    نه پوهيږم چي خپل احساسات څنگه قابو کړم د دې خبري په اورېدو سره بيخي ډېر خوشاله سوم، د دې کاميابۍ مبارکي د افغان ټول ولس ته وايم خداي دي وکړي چي زموږ د گران هيواد بيرغ په ډگر کي وځليږي او هسک وي. د يو موټي او ازاد افغانستان په هيله.

  5. سلامونه او ښې چارې:
    نه پوهيږم چي خپل احساسات څنگه قابو کړم د دې خبري په اورېدو سره بيخي ډېر خوشاله سوم، د دې کاميابۍ مبارکي د افغان ټول ولس ته وايم خداي دي وکړي چي زموږ د گران هيواد بيرغ په هر ډگر کي وځليږي او هسک وي.، د يو موټي او ازاد افغانستان په هيله.

  6. زه يم زمری پر دې نړۍ تر ما اتل نسته *** په هند و سندهـ و پر تخار او پر کابل نسته *** هم پر زابل نسته ، تر ما اتل نسته (((( ګرانو او پتمنو پښتنو وروڼو !!! ))) په خدای جل جلاله قسم دی چي دا اوس ټولي نړۍ ته ښکاره سوې ده چي که پر دې نړۍ پر قامونو يا پر ولسونو د اتلولۍ جام ويشل کېږي نو هغه جام به پښتون قام ته ورکول کېږي .
    دغه د کرکيټ ډله چي موږ او تاسو يې د خوښۍ او برياليتوب نمانځنه کوو په داسي حال د خپل قام او ولس نوم هسک ساتي چي څو اوونۍ مخکي يې دداسي ميدانونو لوبغاړئ ، همکار ، انډيوال او اشنای د امريکايي ځواکونو له خوا په خپل کور کي په شهادت ورسول سو ، وګورئ ، مړانه ، وګورئ اتلولي ، دې شازلميو بيا هم حريفانو ته ماته ورکړه او انشاالله د اتلولۍ جام به هم راوړي لکه مخکنۍ سيالۍ چي يې په کويټ او جرسي کي په مېړانه خو په تش جېب او تشه ګېډه وګټلې .
    خدای دي تش په نوم افغان دولت ته د انصاف هدايت وکړي چي دا شازلمي ونازوي او امنيت يې تامين کړای سي او خدای دي نړيوالو ته هدايت وکړي چي زموږ ولس ته د ترهګرو پر ځای داتلانو په سترګه وګوري ، ځکه دا ولس هيڅکله ترهګر کيدای نه سي ، زما ولس اتل ولس دئ او اتل دي وي تر تله !!!