کور / تازه خبرونه / ولسوال: طالبانو زمونږ د اشپز ماشومان وژلي.

ولسوال: طالبانو زمونږ د اشپز ماشومان وژلي.

د غزني د مقر ولسوال ادعا کړې چې وسلوالو طالبانو د هغوی د امنیه قومندانۍ د اشپز دوه واړه بچیان پدی تور چې پلار یې له حکومت سره اشپز دی نېولي او بیا یې وژلي دي.
د مقر ولسوال صاحب خان وايي چې د دی ماشومانو عمرونه کم ول، یو یې لس کلن وو او بل یې دولس.